انګلستان په رسمي توګه له اروپائي اتحادئې ووت
انګریز لومړي وزیر بوریس جانسن ددغې تاریخي پيښې په باب پخپل پیغام کې د یوه نوي دور دپيلیدا ژمنه کړې او د یوه نوي پړاؤ دسباؤن څرک ته ئې هرکلی وئيلی دی .
ایرنا خبری آژانس راپورورکړ بریتانیا بیګا په اروپائي اتحادئې کې د غړیتوب له ۴۷کلونو وروسته په رسمي ډول له دغې اتحادئې ووتله .
د جنورۍ په یودیرشمه نیټه ،د لندن په وخت د شپې یولس بجې د انګلستان له درو کلنو هلوځلو او شخړو،ترینګلتیاؤ او خبرواترو وروسته بلاخره په ا ورپائي اتحادئې کې خپل شتون پاي ته ورسوۀ او له دې سره په یووخت داروپائي اتحادئې له مرکزه دبریتانیا بیرغ او دغه راز په بروکسل کې له دغه اورګان سره له نورو اړونده ودانیو ېئ بیرغ راکوز شو او هغه ځاي د اتحادئې بیرغ ورپید .
انګریز لومړي وزیر بوریس جانسن ددغې تاریخي پيښې په باب پخپل پیغام کې د یوه نوي دور دپيلیدا ژمنه کړې او د یوه نوي پړاؤ دسباؤن څرک ته ئې هرکلی وئيلی دی .
اروپائي پارلیمان هم د تیرې چارشنبې په ورځې له اروپائي اتحادئې د انګلستان د وتلو یا بریګزیټ موافقې ته مثبته رایه و رکړې وه .