اسلامی ایران له چین سره درست الوتونه لغوه کړل
په دې اړه په هوائي ډګرونو ، سمندري او مځکنیو سرحدي لارو کې بشپړ تابیاوې غوره شوي دي درست مورونه کنټرول شوي څو د کرونا ویروس باندې د ککړو موردونو مخه ونیول شي البته تر رووستیو پورې ددغه شان ککړو موردونو په باب هیڅ راپور نه دی ترلاسه شوی .
زمونږخبریال راپور راکړ د اسلامی ایران د روغتیائی چارو زویر سعید نمکي ایران ته د کرونا ویروس د واردیدو د مخنیوي لپاره د اسلامی ایران د اقداماتو په باب وئیلي دي،په هغې بیړنۍ ناستې کې چې پرون ئې د ټرانسپورتي چارو،خارچه چارو،د کلتوري میراث، ټوریزم او لاسي صنائعو له وزیرانو او د ایران د حکومت د استازي په شتون سره ترسره شوي،ټاکل شوي چې چین ته د ایران د الوتونه په موقتي توګه لغوه شي .
نمکي وئيلي ، په دغې غونډې کې همداراز وټاکل شوه،په چین کې د ایرانیانو لپاره ځانګړي الوتونه په نظر کې ونیول شي،چې دغه کسان خپل هیواد ته بیرته راستانه شي .او په دې اړه په هوائي ډګرونو،سمندري او مځکنیو سرحدي لارو کې بشپړ تابیاوې غوره شوي دي درست مورونه کنټرول شوي څو د کرونا ویروس باندې د ککړو موردونو مخه ونیول شي البته تررووستیو پورې ددغه شان ککړو موردونو په باب هیڅ راپور نه دی ترلاسه شوی .