امرود میوه د بدن لپاره کومې ګټې لري ؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i87669-امرود_میوه_د_بدن_لپاره_کومې_ګټې_لري
زمونږ خبریال وايي میوې او سبزیانې زمونږ د صحت او روغتیا لپاره ډيرې ګټې لري او له دوې پرته زمونږ خواړه کامل نه دي ځکه چې په سبزیو او میوو کښې بیلابیل ډول معدنیات ، ویټامینز او نور خوراکي مواد وي کوم چې زمونږ د بدن په پیاوړي کولو کښې مهم رول لوبوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 01, 2020 12:08 Asia/Kabul
  • امرود میوه د بدن لپاره کومې ګټې لري ؟

زمونږ خبریال وايي میوې او سبزیانې زمونږ د صحت او روغتیا لپاره ډيرې ګټې لري او له دوې پرته زمونږ خواړه کامل نه دي ځکه چې په سبزیو او میوو کښې بیلابیل ډول معدنیات ، ویټامینز او نور خوراکي مواد وي کوم چې زمونږ د بدن په پیاوړي کولو کښې مهم رول لوبوي .

له دغو طبیعي ګټو څخه ډکه یوه (۱) میوه امرود ده چې هغې ته د ساړه موسم میوه هم ویل کیږي .

د امرود خوړل ډيرې ګټې لري چې ډیر کم خلک به ترې خبر وي .

د امرود خوړل د انسان دبدن وزن کموي او د سترګو نظر پیاوړی کوي .

()

امرود د انسان د هاضمې نظام ښه کوي .

په امرود کښې فایبر شته او په دې سربیره پکښې اینټي مایکروبیل خصوصیات هم وي کوم چې زمونږ له کولمو څخه تاوان رسونکي بیکټریانې ختموي .

که چیرې مونږ هره ورځ امرود استعمال کړو نو د کولمو ناروغۍ به ونه وینو او د هاضمې نظام مو به هم ښه وي .

()

امرود د انسان وزن کموي .

امرود د انسان د هاضمې په ښه کولو سربیره د وزن په کمولو کښې هم مرسته کوي .

په امرود کښې فایبر شته  کوم چې زمونږ د لوږې سویه کموي او په امرود کښې د کیلوریز اندزه هم کمه وه نوځکه که چیرې مونږ وغواړو وزن کم کړو نو په خپلو خواړو کښې باید  امرود ضرور شامل کړو .

()

امرود د شوګر دناروغانو لپاره ګټه لري .

امرود یوه(۱)داسې میوه ده چې د شوګر یعني د شکرې د ناروغۍ د مخه د نیولو لپاره هم ګټه لري .

په امرود کښې موجود فایبر د شکرې د ناروغۍ د سویې  په انډوله ساتلو کښې مرسته کوي او امرود د شوګر د سویې  دزیاتیدا په مخه نیولو کښې مرسته کوي .

د شوګر ناروغان باید له ډاکټر سره په مشورې کولو سره په خپلو خواړو کښې امرود شامل کړي .

()

امرود د کینسر یعني د سرطان د ناروغۍ خطر کموي .

امرود د کینسر خطر کموي او په امرود کښې موجود اینټي اکسیډانټ د انسان په بدن کښې له موجودو ازادو ریډیکلز سره  مبارزه کوي کوم چې د کینسر سبب کیږي او په همدې خاطر امرود ته له کینسر سره د مبارزې کولو میوه هم ویل کیږي .

()

امرود د انسان د سترګو نظر پیاوړی کوي .

نن سبا د موبایل ټیلي فون له ضرورت څخه د زیات استعمال په وجه هر دوهم (۲) کس د سترګو د نظر له کمزورتیا سره مخ دی خو اوس تاسو خپه کیږئ مه ځکه چې امرود د دغه ناروغۍ درملنه او علاج دی .

که چیرې تاسو غواړئ چې د سترګو نظر مو ښه شي نو ضروري ده چې هره ورځ امرود وخورئ ځکه چې په امرود کښې ویټامین ای  شته  کوم د سترګو نظر پیاوړی کوي .