د تهران او کابل چاپ ځيني نننۍ ورځپاڼې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i87690-د_تهران_او_کابل_چاپ_ځيني_نننۍ_ورځپاڼې
د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ،په پيل کې درته د تهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځيني ورځپاڼې درسره شریکې کوو ،نو ترپایه راسره ملتیا وکړئ .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 02, 2020 09:09 Asia/Kabul
  • د تهران او کابل چاپ ځيني نننۍ ورځپاڼې

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ،په پيل کې درته د تهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځيني ورځپاڼې درسره شریکې کوو ،نو ترپایه راسره ملتیا وکړئ .

دا هم دتهران چاپ کیهان ورځپاڼه  ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلي دي ،د امریکا فارن پالیسي  خپرونې  چې له سپينې ماڼۍ سره نزدې اړیکې لري ، اعتراف کړی دی ، د عراق په شمال کې له :بلد: پوځي مرکزه د امریکائي پوځي سلاکارانو او پوځیانو په تښتې پسې  کابو شپږ دیرش ایف شپاړس ډ وله جنګي الوتکې په خپل  حال پریښودل شوي ، او دا ا حتمال شته چې  الحشد الشعبي ولسی ځواک ئې پخپل اختیار کې واخلي .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ، د ایران د ساتندوئې شورا یا شورای نګهبان  ویندوي وئيلي دي، د پارلیمان د راتلونکو ا نتخاباتو له نامو لیکونکو کاندیدانو څخه  تر دې دمه د کابو دوه سوه نوروکاندیدانو صلاحیتونه  هم تائيد شوي  او په دې ډول د ایران  د اسلامی شورا دراتلونکو انتخاباتو د کاندیدانو  شمیر کابو اوه زره کسانو ته رسیږي  چې په دغه حساب سره د هرې یوې څوکۍ لپاره  څلورویشت کاندیدان سره مقابله کوي .  د ایران د پارلیمان ټوله څوکۍ دوه سوه نوي دي .

د یمن د پوځ  ویندوي جنرال یحیی سریع په خبری کنفرانس کې روښانه کړي د یمن پوځ او ولسی مبارز ځواک د البنیان المرصوص نومې  د مهمو عملیاتو په دوام کې دسعودي ائيتلاف یو زر پنځه سوه پيّلي ځواکونه هلاک او کابو دوه زره نور هم ټپيان کړي او دغه راز  دهغوي زیات شمیر پوځي تجهیزات او وسلې او مهمات  مبارزانو ولجه کړي دي،چې په هغو کې له درو سوو تر څلور سوو پورې ټانکونه او پوځي ګاډي  هم ترسترګو کیږي .

د افغانستان د بیا رغاونې په نامې سره د امریکا پلټونکي ادارې سیګار  په خپل یوه وروستي راپور کې  وئيلي دي ، د ۲۰۱۹کال په وروستیو میاشتو کې  چې  د امریکا او طالبانو ډلې ترمینځ د روغې جوړې خبرې  اترې هم بندون ته رسیدلي وې ، ددغې  او نورو وسلوالو ډلو  په افغانستان کې  خپلو وسلوالو فعالیتونو ته  په اوڅاره توګه  دوام ورکړی او  تر ډیره حده دغه  حملې او بمي چاودنې زیاتې شوي دي .

                دا هم د تهران چاپ  ایران ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلي دي ،د ایران د اسلامی انقلاب معظم لارښود  حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي  د ایران داسلامی انقلاب د سباؤن لسیزې په پیل کې  پرون  د اسلامی انقلاب د ارواښاد لارښود حضرت امام خمیني  په  سپيڅلي حرم کې شتون  درلود او دغه راز ئې په بهشت زهرا هدیرې کې د نورو شهیدانو  په قبرونو په شتون سره ئې د خداوندمتعال په درګاه کې  د هغوي د درجو دلوړیدا دعا وکړه

ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ، د انګلستان مطبوعانو او رسندویو له اروپائي اتحادئې  د  انګلستان  د وتلو په باب بیلابیل مطلبونه او راپورونه خپرۀ کړي  دي ، او په ډاګه ئې لیکلي دي ، د جنورۍ د یودیرشمې نیټې  په وروستیو شیبو کې  له اروپائي اتحادئې  د انګلستان له وتلو وروسته سهار وختي انګریزان په داسې حال کې له خوبه  راویښ شول چې  نور د اورپائي  اتحادئې غړي نه  وو او  دوي ته ژمنه ورکړل شوې چې  له دې وروسته به یو آزاد ،پیاوړی ، او خپلواکه هیواد وي ،نو اوس وخت دی چې انګریز سیاستوالان دې  اوس  هماغه بریتانیا، چې  خپل ولس ته ئې ژمنه ورکړې جوړه کړي ، چې البته تر ډيره حده ورته خلک امیدوار نه دي .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ،بلاخره د عراق د وخت دلومړي وزیر عادل عبدالمهدي له  استعفی دوه میاشتې وروسته ددغه هیواد نوی لومړی وزیر وټاکل شو  او ددغه هیواد سیاسی اختلافات د  عراق د ولسمشر برهم صالح له خوا پرون  مازدیګر  د محمد توفیق علاوي  د  لومړي وزارت  په توګه له ټاکلو وروسته  تر ډیره حده  د حل کیدو په لور کاږل شوي   او ډير زربه ددغه هیواد   دنوي حکومت نوي کابینه هم معرفي شی .

د امریکا د ترینګلي ولسمشر ډونالډټرمپ  د جنجالي سیاستونو په دوام  کې  شپږو نورو هیوادونو یعني د اریټیریا ، قرقزستان ، میانمار ، نیجریه ، سوډان او تانزانیا ښاریز هم له شلو ورځو وروسته د امریکا په  خاوره ګام نشي کیښودلی  چې د ټرمپ دغې فیصلې د نړیوالو په وړانډې امریکا نوره هم کرکیجنه کړې او وئيل کیږي ،  د ټرمپ په دغه اقدام سره هغه هڅه کوي ، څو  د  ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې خپل برخلیک پیاوړی کړي ، خو داسې بریښي چې په دغه کرغیړن اقدام سره  به په راتلونکو انتخاباتو کې  دهغه برخلیک نوره هم  د ترینګلتیاؤ په شپول کې ورشي .

دا  هم د تهران جام جم ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دي ،عربي اتحادئې د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ، د پیړۍ د معاملې په نامې سره  د مریکا د سولې په پوښښ کې ظالمانه پلان  نه مني او ددغه پلان د اجرا لپاره به له واشنګټن سره هیڅ ډول ملګرتیا ونه کړي .په دغې اعلامیې کې همدراز راغلي دي ،د عربي اتحادئې  دخارجه وزیرانو په پرونۍ ناستې کې چې د مصر په قاهرې کې ترسره شوي ، راغلي دي ،د  امریکا دس ولې په نامه دغه پلان نه مني ځکه د فلسطین  او قدس  او همداراز د  فلسطیني ملت په حقه حقوقو باندې پکې سترګې پټې شوي دي . په دغې اعلامیې کې همداراز ددغه پلان د مادو د اجرا  او دغه راز د نړیوالو پریکړه لیکونو باندې دسترګو پټولو په نسبت  اسرائیلو ته سخت خبرداری ورکړل شوی دی .

 د سورئې پوځ او د مقاومتي چورلیز ځواک د ادلب په شاوخوا کې د تکفیری ترهه  ګرو د کلابندۍ په دوام کې ځیني نوره ښارګي او کلي هم  آزاد کړي او خپل پوځي تجهیزات او ځواکونه ئې نوره هم پیاوړي کړي دي . 

 همدراراز وئيل  کیږي ، په الحسکه او دیرالزور ولایتونو کې  هم د تکفیری ترهه ګرو په ضد پاکونکي عملیات په ورستیو مرحلو کې دي او ډير زربه ددغو  ولایتونو پاتې سیمې هم د تکفیری ترهه ګرو له سپیرومنګولو پاکې شي .

دافغانستان  د ولسمشرۍ دا نتخاباتو د نتیجو په پاب اندیښنې  هاله زیاتې شوي چې  د افغانستان  د شفافو انتخاباتو یوه خپلواکه فاؤنډیش  مشر وئيلي دي ،داسې ښکاري  دولسمشرۍ  دانتخاباتو  دنتیجو رابرسیره کیدانښې نښانې څرګندې شوي او داسې ښکاري چې په دغو نتیجو کې د ولس پر  رایو یو ځل بیا سترګې پټیږي او  د ولس د رایو په ځاي سیاسی فیصلې  او د څو خاصو کاندیدانو موخو ته  پام کیږي .

  د افغانستان زیاتره سیاستوالان او ځيني ګوندونه او ډلې ټپلې په دې اند دي چې د افغانستان د طالبانو او امریکائي استازو ترمینځ   دقطر په دوحې کې  د روانو خبرواترو نتیجې هم د شکونو په شپول کې دي او  دغو خبرواترو ته هیله ښودل د وخت ضائع کول دي  او تر څو چې   پخپله د  افغانانو ترمینخ بین الافغاني خبرې اترې ونشي ، په دغه هیواد کې سوله او ثبات ټينګیدا امکان نه لري .

دپاکستان  لومړي وزیر عمران خان په دغه هیواد کې د اپوزیشن پر مشرانو غږ کړی ، په دغه هیوادکې د مالی فساد د جرړه وچولو لپاره دې  په روانو عملیاتو کې ورسره مرسته وکړي ، څو  د هیواد د مالی سرچینو نغرونکي د عدالت په کوټې حاضر کړائ شي .

*********************

         اوس هم راګرځو د کابل چاپ ځينو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو راخستي او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو ، البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دي .

د کابل چاپ ځینو نننیو  ورځپانو د بېلا بېلو مسایلو ترڅنګ د افغان سولې، کابل ته د زلمي خلیلزاد د بیا سفر او له افغان چارواکو سره د کتنو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

هشت صبح ورځپاڼې په خپلې سرمقالې لیکلي، کله چې طالبان له امریکایانو سره په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو پر مسئلې توافق ته ونه رسېدل، نو په یوشمېر ولایتونو کې طالبانو بریدونه زیات کړي دي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، که څه هم پاکستان ژمنه کړې وه، چې طالبان به د سولې خبرو ته کینه وي خو د لیکوال په اند اوس پاکستان دې کار ته چمتو نه دی، ځکه دغه هېواد غواړي، چې له هند سره د ستونزې لپاره یو پیاوړي جهادي ملاتړ قوت له ځان سره ولري.

د سرمقاله لیکوونکي د معلوماتو له مخې بل دا چې طالبان امارتي مشارکت غواړي، چې د لیکوال په باور دا افغان ولس او سیاستوالو ته د منلو وړ نه دی.

د سرمقاله لیکوونکي په اند، تر هغې چې د طالبانو سیاسي او مذهبي افکار تغییر ونه کړي افغانستان کې د شخړو او تاوتریخوالي د کموالي امکان کم لیدل کېږي.

=   د هېواد د دولتي ورځپانې د سرمقالې عنوان دی، د سولې په اړه د افغان ولس دریځ یو دی.

په سرمقاله کې   د قطر په پلازمینه دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمینځ په روانو خبرو انتقاد شوی، او ویلي، چې دغه خبرې پټې او ډېرې سستې روانې دي.

په سرمقاله کې ویل شوي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به له طالبانو او پاکستانيو چارواکو سره د سولې د مذاکراتو وروستي معلومات له افغان ولسمشر او افغان سیاستوالو سره شریک کړي، خو اړتیا ده چې د روانو پڅو مذاکراتو لامل هم په ډاګه شي.

د سرمقالې په پای کې راغلي، چې د بین الافغاني مذاکراتو د پيل لپاره ولس د افغان حکومت د اوربند د مخکیني شرط په توګه تر شا ټینګ ولاړ دی او ننګه یې کوي.

= د بلې دولتي ورځپانې انیس په سرمقاله کې ټینګار شوی، له افغانستان سره دې د سولې په راتګ کې صادقانه همکاري وشي.

په سرمقاله کې د افغان ولس او افغان حکومت د سولې خبرو د بریاليتوب لپاره بین افغاني خبرې جدي اړتیا ګڼي، ځکه د لیکوال په اند افغانان او طالبان د سولې او د جګړې اصلي خواوې دي، چې باید مخامخ سره کیني.

د سرمقالې په وروستۍ برخه کې تینګار شوی، افغان ولس له ګانډیو، د سیمې له هېوادونو په ځانګړې توګه سولې ته د اسانتیاوو له چمتوکوونکو هېوادونو غواړي، چې د سولې مخامخ خبرو او اوربند ته د زمینې په برابرولو کې صادقانه مرسته او همکاري وکړي.