د خیټې د کوچنۍ کولو اسانه روده زده کړئ
زمونږ خبریال وايي دغه خبره ټولو خلکو ته معلومه ده چې د سهار ناشته د ورځې ترټولو مهم خواړه دي په تیره بیا که چیرې تاسو د خیټې له غټیدا یا له چاقیدا څخه ځان خلاصول غواړئ نو سهار ناشته هیڅکله هیره نکړئ .
خو د سهار په ناشته کښې د هر شي خوړل ګټه نلري بلکې د سهار په وخت له وازدې د ډکو خواړو استعمال د چاقۍ د کمولو پرځاې وزن زیاتوي .
د دې په مقابل کښې کارپيژاندي وايي خپله ورځ له پروټين ، کاربوهایډریټس خواړو څخه پیل کړئ .
د دغو شیانو خوړل نه یوازې د انسان د بدن لپاره ښه خواړه برابروي بلکې د سهار له ناشتې څخه دوه (۲) یا درې (۳) ساعته وروسته هم انسان له لوږې څخه بچوي .
کارپيژاندي وايي چې دوې (۲) هګۍ په یوه(۱) قاشق زیتون تیلو سره پخې کړئ او بیا یې وخورئ .
هګۍ ویټامین ډي او بائیو ټین لري او د هګۍ په زیړې برخې کښې پروټین خیټه تر ډیر وخت پورې ډکه ساتي او خلکو بیا د خواږو شیانو او د چاقۍ د رامینځته کونکو شیانو خوړلو ته ګروهنه نه کیږي .
له هګۍ سره سره د غنمو ډوډۍ او دغه راز بیریز هم د انسان له بدن سره مرسته کوي .
د فائبر او دنورو شیانو یوځاې خوړل نه یوازې د خیټې په کمولو کښې مرسته کوي بلکې د انسان بدن ته دومره خواړه ورکوي چې د ټوله ورځ د کارونو لپاره انرژۍ لري .