د ترکیي الوتکه له پیښې سره مخ شوي ده
Feb 06, 2020 00:34 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس وايي د ترکیې د روغتیا وزیر فخر الدین قوجه بیګا وویل د استنبول د صبیحه ګوکچن نړیوالې هوايي ډګر له زغاست لارې (runway) د پګاسوس شرکت د بوئینګ اوه سوه اوه دیرش ډوله الوتکې د وتلو په پیښه کښې یو (۱) کس وژل شوی او یوسل اوه پنځوس (۱۵۷) نور ژوبل شوي دي .
د ترکیې د پګاسوس ایر شرکت بوئینګ اوه سوه اوه دیرش ډوله الوتکه له ازمیر څخه استنبول ته روانه وه چې بیګا په صبیحه ګوکچن هوايي ډګر کښې د کوزیدا په وخت له پیښې سره مخ شوه .
د ترکیې سرچینو وویل دغه پیښه دومره سخته وه چې الوتکه درې (۳) ټوټې شوي ده .
د ویلو ده چې په تیرو څو کلونو کښې د امریکا د الوتکو دجوړولو د شرکت بویینګ اوه سوه اوه دیرش ډوله ډیرې الوتکې نسکورې شوي دي او په سلګونو کسان پکښې وژل شوي هم دي .
ټیګونه