د امریکا مشرانو جرګې ټرمپ له تور څخه تبرئه کړ
ایران پریس خبري اژانس وايي د امریکا د ریپبلیکن ګوند د مشرانو جرګې د غړیو لخوا د ولسمشر ټرمپ په تورونو له سترګو پټولو وروسته ولسمشر بیګا له قدرت څخه د ناوړه استفادې له تور څخه تبرئه شو .
د امریکا د ولسمشر ټرمپ د محاکمه کیدا غونډه له ځايي وخت سره سم د مازیګر په پینځه (۵) بجې په مشرانو جرګې کښې پیل شوي وه .
په دغه غونډې کښې په رایو اچولو کښې د ریپبلیکن ګوند دوه پنځوسو (۵۲) سناتورانو د ولسمشر ټرمپ له ګناهګار پیژندلو سره مخالفت وکړ .
په عین حال کښې د امریکا د ډیموکراټ ګوند اوه څلویښتو (۴۷) سناتورانو د ریپبلیکن ګوند له یوه (۱) سناتور سره یوځاې د ولسمشر ټرمپ ګناهګار پیژندلو ته رایه ورکړه .
د امریکا ولسمشر ټرمپ په داسې بڼه کښې له قدرت څخه لیرې کیده چې په اوه شپيتو (۶۷) سناتورانو کښې دریمه(۳) برخې د هغه بې کفایتۍ ته رایه ورکوله .
څرنګه چې د مشرانو جرګې اکثره څوکۍ یعني له سلو(۱۰۰) څوکیو څخه درې پنځوس (۵۳) څوکۍ د ریپبلیکن ګوند په لاس کښې دي له قدرت څخه د ولسمشر ټرمپ لیرې کیدل لیرې ښکاریدل .