د پیړۍدمعاملې طرحه به دصیهونیسټانودتوکمپالنې دسختیدا سبب شی
مهاتیر محمد همدارازد فلسطینی ملت د برخلیک د حق د ټاکلو په اړه د ملګرو ملتو د منشور د اجراغوښتنه وکړه .
د الجزیره ټیلی ویژیونی چینل له راپور سره سم د ملایشیا لومړی وزیر مهاتیر محمد نن په ملایشیا کې د قدس د ملاتړو پارلیمانونو اتحادیې د کنفرانس په پرانستونکیو دستورو کې وویل د امریکا د پیړۍ د معاملې طرحه به د صیهونیسټانودتوکمپالنې د سختیدا سبب شی .مهاتیر محمد همدارازد فلسطینی ملت د برخلیک د حق د ټاکلو په اړه د ملګرو ملتو د منشور د اجراغوښتنه وکړه .
دپیړۍ د معاملې د طرحې په اساس چی د عربستان ، بحرین او اماراتو په شمول د ځینو عربی هیوادونو په ملګرتیا او موافقت سره برابره شوی ، قدس شریف صیهونیسټ رژیم ته سپاری او په نورو هیوادونو کې فلسطینی کډوال به د ستنیدا حق ونلری او همداراز فلسطین به یوازې د اردن سین د لویدیځې غاړې او غزې تړانګې د مالکیت ولری .