ناټو په بین الافغاني خبرو پیلېدو کې ملگرتیا کوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i87931-ناټو_په_بین_الافغاني_خبرو_پیلېدو_کې_ملگرتیا_کوي
زمونږخبریال وايي په برسلز کې د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو غونډې په درشل کې، د ناټو عمومي سرمنشي یان ستولټنبرګ ویلي، د افغانستان د ټاکنو پایلې او له امریکا سره د طالبانو د سولې مسلې له یوې او بلې سره 'ټکر کې نه' دي او ناټو د دغو خبرو ملاتړ کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 13, 2020 10:26 Asia/Kabul
  • ناټو په  بین الافغاني خبرو پیلېدو کې ملگرتیا کوي

زمونږخبریال وايي په برسلز کې د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو غونډې په درشل کې، د ناټو عمومي سرمنشي یان ستولټنبرګ ویلي، د افغانستان د ټاکنو پایلې او له امریکا سره د طالبانو د سولې مسلې له یوې او بلې سره 'ټکر کې نه' دي او ناټو د دغو خبرو ملاتړ کوي.

کله چې له ښاغلي سټولټنبرګ وپوښتل شول، ناټو ته د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو پایلې مهمې دي او که سوله؟

د نوموړي ځواب دا و چې: "زما لپاره، دا تناقض نه دی، باوري هم یم چې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې هم دا موخه لري او د ناټو ملاتړ ورسره دی. موږ ددغو خبرو په اړه له امریکا سره له نژدې سلامشورې کوو، چې بین الافغاني خبرې پيل شي."

د ناټو مشر ینس سټولټنرګ  وویل، په افغانستان کې تلپاتې سوله د افغانانو له خپلمنځي خبرو پرته نه شي راتلی، چې په وینا یې پخپله افغانان باید د خپل راتلونکي په اړه یوه خوله او یو موټی شي:

"ناټو پرېکړه نه کوي، د ناټو هېڅ ټلوال هم دا پرېکړه نه کوي، بلکې افغانان پخپله باید پرېکړه وکړي، خو زموږ هڅه دا ده چې د افغانانو ترمنځ خبرو او بحث ته لار برابره کړو، چې همدا سولې ته د رسېدو لار ده."

د ناټو سرمنشي وویل، لاهم سولې ته اوږده لار پاتې ده، خو هیله دا ده چې د افغانانو ترمنځ خبرو ته نژدې شو او ناټو ته غوره لار دا ده چې افغانانو ته د دغو خبرو زمینه برابره کړي.

نوموړی وايي "ان طالبان هم پوهېږي چې د جګړې په ډګر کې نه شي بریالي کېدای، دوی باید د تاوتریخوالي کمولو په باب خپل ریښتینی او واضح هوډ وښيي."

د ناټو سرمنشي دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې ځینو امریکايي رسنیو د امریکا د دفاع وزارت د ځینو چارواکو له خولې ویلي، امریکا به روانه اونۍ له طالبانو سره جوړجاړي ته د رسېدو اعلان وکړي.

سي اېن اېن ټیلي ویژن  او نیویارک ټایمز ورځپاڼې  د امریکايي چارواکو له خولې ویلي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ دغه جوړجاړی به د تاتریخوالي د کمولو په اړه وي، چې په رڼا کې به یې د دواړو خواوو تر منځ د سولې تړون لاسلیک شي.