روسیې د امریکا په اقدام سخته نیوکه وکړه
زمونږ خبریال وايي د روسیې چارواکو په امریکا کښې له ماسکو سره د مقابلې لپاره د بودجې بیلولو ته غبرګون وښود .
د روسیې د باندنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا وویل د امریکا حکومت له روسیې سره د مقابلې لپاره د خارجه وزارت د بیل کړی شویو اوه سوه(۷۰۰) میلیونه ډالرو د ضایع کولو پرځاې ښه خبره دا وه چې هغه په علمي تحقیقاتو یا بشر دوستانه مرستو ولګوي .
د روسیې د فیډراسیون شورا د نړیوالو اړیکو د کمیسیون مشر لئونیډ اسلوتسکي هم وویل د راتلونکي میلادي کال لپاره د امریکا د مالي بودجې په مسودې کښې د اوه سوه (۷۰۰) میلیونه ډالرو بیلول او د بایکاټونو لګول روسیه نه کمزوري کوي.
داپه داسې حال کښې دي چې ډیموکراټ ګوند د امریکا د ولسي جرګې د اکثره څوکیو په لرلو سره له مخکې څخه د ولسمشر ټرمپ د بودجې له پروګرام سره خپل مخالفت اعلان کړی دی او په لومړي پړاو کښې د ټولنیزو پروګرامونو د بودجې د غوڅولو په خاطر په دغه پروګرام نیوکه کوي .
د امریکا حکومت نیت لري په راتلونکي میلادي کال کښې څه دپاسه اوه سوه (۷۰۰) میلیونه ډالره د خارجه وزارت په بودجې کښې له روسیې سره د مقابلې لپاره تصویب کړي .