په چین کې کرونا وایرس تر دې دمه 1483کسان قرباني کړي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i87948-په_چین_کې_کرونا_وایرس_تر_دې_دمه_1483کسان_قرباني_کړي
د ایران پشمول بیلابیلو هیوادونو د چین له ووهان ښاره خپل ښاریز بیرته بللي او تر یوې مودې پورې ئې په قرنطینې کې ساتي څو ډاډمن شي ، په کرونا وایروس ککړ نه دي ، پاکستان ، د چین په ووهان کې د د یره پاکستانیانو لپاره تر دې د بیرته بللو لپاره کوم پروګرام نه دی جوړ کړی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 14, 2020 09:40 Asia/Kabul
  • په چین کې کرونا وایرس تر دې دمه 1483کسان قرباني کړي

د ایران پشمول بیلابیلو هیوادونو د چین له ووهان ښاره خپل ښاریز بیرته بللي او تر یوې مودې پورې ئې په قرنطینې کې ساتي څو ډاډمن شي ، په کرونا وایروس ککړ نه دي ، پاکستان ، د چین په ووهان کې د د یره پاکستانیانو لپاره تر دې د بیرته بللو لپاره کوم پروګرام نه دی جوړ کړی .

دچین حکومتي ټيلیویژني چینل راپور ورکړی ، پرون  په چین کې د کرونا وایروس  له امله نور یو سل شپاړس کسان وژل شوي چې تر دې دمه ئې د قربانیانو شمیر  په چین کې  یو زر څلور سوه  دوه اتیا کسانو ته ورسید .

 راپور ښئ تر پرون ناوخت پورې  په چین کې  په کرونا ویروس  دککړو کسانو شمیر  هم  د  پنځلس زره یو سل دوه پنځوسو نورو کسانو  په ککړتیا سره  په چین کې ددغه مرګوني ویروس د ککړو کسانو شمیر له شپیتو زرو کسانو واوښت .

د چین په ووهان ښار کې په تیر دسمبر میاشت کې د کرونا نوي مرګوني وایروس خپریدا  پیل شوي ا و تر دې دمه ئې د نړۍ  څه دپاسه پنځویشت هیوادونه هم راګیر کړي دي .