امریکا په افغانستان کښې عملیات درولي دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i88151-امریکا_په_افغانستان_کښې_عملیات_درولي_دي
ایرنا خبري اژانس د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په قول راپور ورکړ په افغانستان کښې د امریکا د پوځ قومندان جنرال سکاټ میلر پرون په کابل کښې د افغانستان د کورنیو او د دفاع وزیرانو په ګډون سره په یوه(۱) خبري کانفرنس کښې ادعا وکړه له طالبانو سره د حملو د کمولو د موافقې د یوې (۱) برخې په توګه په دغه هیواد کښې د واشنګټن د عسکرو عملیات بند شوي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 23, 2020 01:04 Asia/Kabul
  • امریکا په افغانستان کښې عملیات درولي دي

ایرنا خبري اژانس د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په قول راپور ورکړ په افغانستان کښې د امریکا د پوځ قومندان جنرال سکاټ میلر پرون په کابل کښې د افغانستان د کورنیو او د دفاع وزیرانو په ګډون سره په یوه(۱) خبري کانفرنس کښې ادعا وکړه له طالبانو سره د حملو د کمولو د موافقې د یوې (۱) برخې په توګه په دغه هیواد کښې د واشنګټن د عسکرو عملیات بند شوي دي .

هغه وویل امریکا د خپلو ژمنو د یوې (۱) برخې په توګه یرغلیز عملیات بند کړي دي  خو هماغه راز د خپلو عسکرو دفاع کولو ته ژمنه ده .

په افغانستان کښې د تاوتریخوالو د کمیدا نیټه له تیرې جمعې شپې راهسې پیل شوي او اوه (۷)ورځې به دوام ولري .

د تاوتریخوالي دکمیدا په اومه (۷) ورځ به امریکا او طالبان د جنګ د ختمیدا موافقه لاسلیک کړي .

په افغانستان کښې د امریکا د عسکرو د قومندان سکاټ میلر دغه څرګندونې په داسې حال کښې دي چې دغه هیواد کابو څلور (۴) کاله  مخکې د کابل او د واشنګټن ترمینځ د موافقې له لاسلیک کیدا وروسته ژمنه کړي وه چې د افغانستان په هستوګنه سیمو به حملې نه کوي خو امریکا له دغه تفاهم لیک وروسته څه دپاسه سل (۱۰۰) ځله د افغانستان دخلکو په کورونو او هستوګنه سیمو بریدونه کړي او له کبله یې په سلګونو ملکي وګړي وژل شوي او ډیر نور ژوبل شوي هم دي .