په بغداد کښې درې بم چاودنې شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i88153-په_بغداد_کښې_درې_بم_چاودنې_شوي_دي
ایرنا خبري اژانس وايي د عراق رسنیو بیګا په پلازمینې بغداد کښې د دریو (۳) بم چاودنو خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 23, 2020 01:25 Asia/Kabul
  • په بغداد کښې درې بم چاودنې شوي دي

ایرنا خبري اژانس وايي د عراق رسنیو بیګا په پلازمینې بغداد کښې د دریو (۳) بم چاودنو خبر ورکړ .

دغه بم چاودنې د بغداد په ابودشیر ، المشتل او زعفرانیه سیمو کښې شوي او له کبله یې تراوسه شپږ (۶) کسان ژوبل شوي هم دي .

په عراق کښې د داعش ترهګرې ډلې له ماتي خوړلو سره سره اوس هم د دغه ټروریسټي ډلې ځینې غړي د هیواد په بیلابیلو سیمو کښې شته او په تیت پرک ډول ترهګر بریدونه هم کوي .

بل خبر دا چې د عراق کتائب حزب الله ډلې پرون په یوې (۱) بیانیې کښې د شهید ابو مهدي المهندس له  ځاې ناستي او د عراق د الحشد الشعبي ځواک له  مرستیال  ابو فدک المحمداوي څخه په کامل ملاتړ ټینګار وکړ .

د عراق  کتائب حزب الله ډلې په دغه بیانیې کښې د الحشد الشعبي له قومندان او د هغه له جهادي تشکلونو په  کامل ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل هغه ستر رول چې الحشد الشعبي له داعش ترهګرې ډلې سره په مقابلې کښې ولوبوه د نورو امنیتي ادارو په نسبت د دغه ډلې خپلواکه  ساتل ، پیاوړي کول او ورڅخه ملاتړ کول ضروري کوي .