په چین کې د کرونا د قربانیانو شمیر زیات شو.
https://parstoday.ir/ps/news/world-i88223-په_چین_کې_د_کرونا_د_قربانیانو_شمیر_زیات_شو.
د چین د صحت عامې وزارت اعلان وکړ چي په کرونا باندې د اخته کېدو له امله د ۶۸ کسانو په مړیني سره په چین کې د دې ناروغۍ له کبله د مړو شمېر ۲۶۶۳ تنو ته ورسېد.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 25, 2020 12:21 Asia/Kabul
  • په چین کې د کرونا د قربانیانو شمیر زیات شو.

د چین د صحت عامې وزارت اعلان وکړ چي په کرونا باندې د اخته کېدو له امله د ۶۸ کسانو په مړیني سره په چین کې د دې ناروغۍ له کبله د مړو شمېر ۲۶۶۳ تنو ته ورسېد.

د سي ان بي سي   شبکې په حواله د چین د صحت عامې وزارت د دوشنبې په ورځ په خپل نوی راپور کې وویل: په کرونا باندې د اخته و کسانو شمېر په دې هیواد کې ۷۷ زره ۶۵۸ تنو او د مړو شمېر بیا ۲ زرو ۶۶۳ تنو ته رسېدلي دي.
د دې راپور له مخې، د مړو شمېر تېره ورځ د وړمې ورځې په پرتله نیمایي ته راکم شوی خو د اخته و کسانوپه شمېر کې بیا ۹۹ تنه زیاتوالی راغلی دی.
تر دې وړاندې په چین کې د کرونا د مرض له امله د مړو شمېر دوه زره او ۴۴۲ تنه اعلان شوی وو.
په دې بیانیه کې راغلې چي تر اوسه په چین کې په کرونا باندې د ۲۳ زره او ۹۲ اخته و کسانو درملنه شوې ده.
د کرونا مرض چي د لومړي ځل لپاره د ډسمبر د میاشتي په وروستیو ورځو کې د چین د هوبي ولایت د ووهان په ښار کې تر سترګو شو، د دې هیواد د ۳۰ ولایتونو سره سره د نړۍ۲۹ هیوادونو ته هم لاره موندلې ده.