د چین پارلیمان د صحرائي حیواناتو خوړل منع کړل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i88298-د_چین_پارلیمان_د_صحرائي_حیواناتو_خوړل_منع_کړل
د دسمبر په یودیرشمه نیټه دکرونا ویروس دخوریدا سرچینه هم ښائي د همدغو ویروسونو له کورنۍ راپورته شوي بلا ده چې تر دې دمه ئې په لسګونو زره خلک ککړ او دغه راز قرباني کړي دي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 28, 2020 11:17 Asia/Kabul
  • د چین پارلیمان د صحرائي حیواناتو خوړل منع کړل

د دسمبر په یودیرشمه نیټه دکرونا ویروس دخوریدا سرچینه هم ښائي د همدغو ویروسونو له کورنۍ راپورته شوي بلا ده چې تر دې دمه ئې په لسګونو زره خلک ککړ او دغه راز قرباني کړي دي .

د چین راډیو نن راپور ورکړی ،  د دغه هیواد د پارلیمان استازو  دیوې نوی مصوبې په اساس د صحرائي یا وحشي حیواناتو ښکارکول، تجارت ، وړل راوړل او خوړل  منع کړي دي .

 د وحشي حیواناتو پّ بدن کې  داسې ډول ډول  ویروسونه موجود وي ، چې  د انسان په بدن کې    نه وی . دغه ویروسونه  له انساني ټولنې سره هیڅ سمون نه خوري او د انسانانو او د دغه ډول صحرائي حیواناتو ترمینځ یو ډول تعادل  ساتل شوی دی ،خو  که دغه تعادل او انډول مات شي ، نو هغه ویروسونه چې   د وحشي حیواناتو په بدن کې موجود دي ،  انسان ته منتقلیږي  او په نتیجې کې انسان  د  کرونا ، ابولا ،سارس  او  دمږکانو دناروغۍ د ویروس په څیر  له نوي ویروسونو او بلاګانو باندې ککړیږي .

 د دسمبر په یودیرشمه نیټه  دکرونا ویروس دخوریدا سرچینه هم ښائي  د همدغو ویروسونو  له کورنۍ راپورته شوي  بلا ده  چې تر دې دمه ئې په لسګونو زره خلک ککړ او دغه راز قرباني کړي دي .