د چین پارلیمان د صحرائي حیواناتو خوړل منع کړل
د دسمبر په یودیرشمه نیټه دکرونا ویروس دخوریدا سرچینه هم ښائي د همدغو ویروسونو له کورنۍ راپورته شوي بلا ده چې تر دې دمه ئې په لسګونو زره خلک ککړ او دغه راز قرباني کړي دي .
د چین راډیو نن راپور ورکړی ، د دغه هیواد د پارلیمان استازو دیوې نوی مصوبې په اساس د صحرائي یا وحشي حیواناتو ښکارکول، تجارت ، وړل راوړل او خوړل منع کړي دي .
د وحشي حیواناتو پّ بدن کې داسې ډول ډول ویروسونه موجود وي ، چې د انسان په بدن کې نه وی . دغه ویروسونه له انساني ټولنې سره هیڅ سمون نه خوري او د انسانانو او د دغه ډول صحرائي حیواناتو ترمینځ یو ډول تعادل ساتل شوی دی ،خو که دغه تعادل او انډول مات شي ، نو هغه ویروسونه چې د وحشي حیواناتو په بدن کې موجود دي ، انسان ته منتقلیږي او په نتیجې کې انسان د کرونا ، ابولا ،سارس او دمږکانو دناروغۍ د ویروس په څیر له نوي ویروسونو او بلاګانو باندې ککړیږي .
د دسمبر په یودیرشمه نیټه دکرونا ویروس دخوریدا سرچینه هم ښائي د همدغو ویروسونو له کورنۍ راپورته شوي بلا ده چې تر دې دمه ئې په لسګونو زره خلک ککړ او دغه راز قرباني کړي دي .