په کلیفورنیاکې په کروناویروس دککړو شمیر ۳۳تنو ته ورسید
د امریکا د و ولسمشرۍ دانتخاباتو یوه احتمالی کاندید سناتور برني سنډرز نن سهار د کرونا ویروس دخپریدا په باب د ټرمپ او دهغه د ټيم په ساړو اقداماتو په سختې نیوکې سره وئیلي دي،د کرونا ویروس په خپریدا د ندیښنو له زیاتیدا سره سره،دټرمپ حکومت سوړ غبرګون ډير خطرناک ګمراه کونکی او ناکافي دی .
زمونږخبریال راپور راکړړ ، د امریکا د کلیفورنیا ایالت ګورنر ګاوین نیوسم بیګا په یوې خبرې ناستې کې وئیلي دي په کلیفورنیا ایالت کې د۳۳کسانو لپاره د کرونا آزمیښت مثبت اعلان شوی او پر دې سربیره اته زره څلور سوه نور کسان هم د طبي ټیم تر څارنې لاندې دي .
د امریکا خبری سرچینو هم دې ته په اشارې سره چې په امریکا کې اته ویشت میلیون خلک دبیمې خدمات نه لري ، ، په دغه هیواد کې ئې د کرونا ویروس خپریدا ستره غمیزه راپنځونکي بللې ده .
په امریکا کې دناروغیو د مخنیوي د مرکز کارپيژاندو څو ورځې مخکې خبرداری ورکړی ؤ، امریکا به زر یا ځنډ سره د کرونا ویروس له جدي خپریدا سره مخامخ شي .
دامریکا د ناروغیو دمخنیوی او کنټرول مرکز پرون په دغه هیواد کې د کرونا ویروس باندې دککړو کسانو شمیر ۵۹تنه اعلان کړی ؤ .
دا په داسې حال کې دي چې په امریکا کې تیر کال د انفلوانزا د ناروغۍ له امله د مړو شمیر څه دپاسه شپاړس زره تنه ښودل شوی ، خو ددغه ډول مړینو دایشوا کیدا خبری سرچینو ته هیڅ ا جازت نه ورکول کیږي .
له دې سره په یووخت د امریکا د و ولسمشرۍ دانتخاباتو یوه احتمالی کاندید سناتور برني سنډرز نن سهار د کرونا ویروس دخپریدا په باب د ټرمپ او دهغه د ټيم په ساړو اقداماتو په سختې نیوکې سره وئیلي دي،د کرونا ویروس په خپریدا د ندیښنو له زیاتیدا سره سره،دټرمپ حکومت سوړ غبرګون ډير خطرناک ګمراه کونکی او ناکافي دی .