له اسرائیلو سره اړیکې له اسلامي امت سره خیانت دی
ایرنا خبري اژانس وايي د یمن د انصار الله غورځنګ مشر عبدالمالک بدرالدین الحوثي د رجب د مبارکې میاشتې د رسیدا په مناسبت بیګا په یوې(۱) وینا کښې له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو عادي کول حرام او له اسلامي امت سره خیانت وباله .
هغه د اسلامي ویښتیا او د دښمانانو له دسیسو سره د مقابلې په اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل مونږ همدا اوس له صهیونیسټ رژیم سره د ځینو عربو هیوادونو د اړیکو د عادي کیدا کتونکي یوو دا په داسې حال کښې دي چې دغه موضوع په شرعي ډول حرام ده او له اسلامي امت سره خیانت دی .
بدرالدین الحوثي په دې خبرې سره چې د نن وخت منافقان د امریکا او د صهیونیسټ رژیم په څنګ کښې ولاړ دي او په یمن ، فلسطین او نورو اسلامي هیوادونو کښې د اسلامي امت پرضد غلیمانه دریځونه غوره کوي وویل امریکا او صهیونیسټ رژیم د اسلامي امت د کمزوري کولو او د پست کولو غوښتونکي دي .
د یمن پرضد د سعودي عربستان په بریدونو کښې چې له ۲۰۱۵ میلادي کال راهسې دوام لري تراوسه د دغه هیواد له شپاړس زرو (۱۶۰۰۰) څخه زیات بې ګناه ښاریز وژل شوي، په لسګونو زره ژوبل شوي او په میلیونونو نور کډوال شوي هم دي .