له يو لکو زيات کډوال د ترکيې له پولو تېر شول
https://parstoday.ir/ps/news/world-i88396-له_يو_لکو_زيات_کډوال_د_ترکيې_له_پولو_تېر_شول
د ترکيې د کورنيو چارو وزير وويل، تر وړمې شپې پورې له يو لکو زيات کډوالو له دغه هېواد څخه په تېرېدو سره د يونان او بلغاريې په لور حرکت وکړ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Mar 03, 2020 05:33 Asia/Kabul
  • له يو لکو زيات کډوال د ترکيې له پولو تېر شول

د ترکيې د کورنيو چارو وزير وويل، تر وړمې شپې پورې له يو لکو زيات کډوالو له دغه هېواد څخه په تېرېدو سره د يونان او بلغاريې په لور حرکت وکړ.

د تسنيم خبري آژانسي د رپوټ له مخې سليمان سويلو د ترکيې له مختلفو ښارونو څخه د يونان او بلغاريې په لور د تلونکو کډوالو د شمېر په اړه وويل، تر اوسه له يو لکو نه زيات کسان له دغې سيمې تېر شوي دي.

ترکيې د سوريې په خاوره کښې د فوځي عملياتو له شروع کولو نه پس په اروپا باندې د دباو راوړلو لپاره د سوريې د کډوالو د تېرېدو لپاره خپلې پولې خلاصې کړې دي.

له بلې خوا يونان او بلغاريې هم د کډوالو له څپې سره د مقابلې لپاره ډېر سخت تدابير غوره کړي دي او په پولو کښې د تشدد په کارولو سره د کډوالو د تېرېدو خنډ شوي دي.

ترکيه په دې نفسياتي جنګ سره له اروپائيانو څخه د زيات نه زيات امتيازاتو حاصلولو کوشش کوي.