داسلامی تبلیغاتوغږملونکی شوراپه هند کې د مسلمانانووژله وغندله
https://parstoday.ir/ps/news/world-i88415-داسلامی_تبلیغاتوغږملونکی_شوراپه_هند_کې_د_مسلمانانووژله_وغندله
د ایران داسلامی تبلیغاتو غږملونکی شوراد هند له حکومته وغوښتل چی مسلمانانو پرضد دې دغه څاروی ډوله تاوتریخوالی سملاسی ودروی او د نړۍ په مسلمانانو او ازادی غواړو یې هم غږ وکړ چی له هندی مسلمانانو سره د انسانی او دینی دندې په توګه مرسته وکړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 04, 2020 02:05 Asia/Kabul
  •  داسلامی تبلیغاتوغږملونکی شوراپه هند کې د مسلمانانووژله وغندله

د ایران داسلامی تبلیغاتو غږملونکی شوراد هند له حکومته وغوښتل چی مسلمانانو پرضد دې دغه څاروی ډوله تاوتریخوالی سملاسی ودروی او د نړۍ په مسلمانانو او ازادی غواړو یې هم غږ وکړ چی له هندی مسلمانانو سره د انسانی او دینی دندې په توګه مرسته وکړي .

زمونږ خبریال راپور راکوي د ایران داسلامی تبلیغاتو غږملونکی شوراد یوې بیانیې په صادرولو سره د هندوستان د مظلومو مسلمانانو پرضد د پلان شویو تاوتریخوالیو او وژلې د غندلو په ترڅ کې وویل د تش په نامه  بشری حقوقو دفاع کونکیو ادارو او نړیوالو ټولنو په شرمونکی چوپتیا سره د مینځنیو پیړیو بشری ضد جنایتونه ستره او نه بخښونکی ګناه ده .

د ایران داسلامی تبلیغاتو غږملونکی شوراد هند له حکومته وغوښتل چی مسلمانانو پرضد دې دغه څاروی ډوله تاوتریخوالی سملاسی ودروی او د نړۍ په مسلمانانو او ازادی غواړو یې هم غږ وکړ چی له هندی مسلمانانو سره د انسانی او دینی دندې په توګه مرسته وکړي .

په هندوستان کې د مسلمانانو پرضد د افراطی هندوانو په وروستیو حملو کې تراوسه لږ تر لږه ۴۳ کسان وژل شوی او په سلګونو هم ژوبل شوی دي . افراطی هندوانو په نوی ډیلی کې د مسلمانانو جوماتونه وران کړي دي او په مسلمان میشته کوڅو یې د تیلو په بمونو سره حملې کړي دي .