هغه عادتونه چې د خولې د بد بوی لامل کېږي
د خولې بد بوی کولای شو په واقعي او غیر واقعي لاملونو باندې ووېشو. د خولې بد بوی ۸۵ سلنه واقعي دی، یعنې د خولې په داخل کې پیدا کېږي. پاتې لاملونه د مرۍ، پوزې، ستوني، سینې، ګردو یا معدې له وجې پیدا کېږي. د خولې د بد بوی غیر واقعي لاملونه هغه وخت پیدا کېږي، چې انسان پخپله د بد بوی احساس وکړي، خو بل څوک یې د خولې بد بوی حس نه کړي.
۱:- خواړه
د خولې بد بوی د ورځې په لړ کې ډول ډول وي، ځکه ځينې داسې خواړه شته دی، چې د خولې بد بوی زیاتوي او ځينې خواړه بیا د خولې په بد بوی کې کموالی راولي. پنېر، کبان، هوږه، پیاز او ځينې غوښې د خولې د بوی په کچه کې زیاتوالی راولي، یعنې په اسانۍ سره په خوله کې بد بوی پیدا کوي. شین چای، ماسته، مڼې، لوبیا، نارنج، جوار، بادرنګ او ځينې مغز لرونکې وچې مېوې لکه چارمغز بیا هغه سبزیانې، خواړه او مېوې دي، چې د خولې په بد بوی کې کموالی راولي.
۲:- ژبه
ژبه د خولې د بد بوی مشترک ځای دی، یعنې که ټوله خوله بد بوی کوي، نو ژبه یې هم کوي. په ژبه کې موجودې بکټریاوې کولای شي بد بویه ترکیبات پیدا کړي او غوړ اسیدونه تولید کړي، چې د خولې د بد بوی لامل ګرځي. په ژبه کې موجودې بکټریاوې د بد بویه ترکیبونو د پیدا کېدو سبب کېږي، چې بیا په خوله کې د خوسا هګۍ د بوی په څېر بد بوی پیدا کوي؟
۳:- په غاښونو کې د خواړو د ټوټو پاتې کېدل
ډېری وخت د هغو کسانو په غاښونو کې چې غاښونه یې خراب وي، سوري وي او یا هم خوسا وي، د خواړو ټوټې پکې پاتې کېږي، چې یادې ټوټې بیا په بورس کولو سره هم په اسانۍ سره له غاښونو نه راوځي او د خولې د بد بوی کېدو سبب کېږي.
پاس ذکر شوي موارد په خوله کې د بد بوی د پیدا کېدو ستر سببونه ګڼل کېږي، خو هره ورځ د غاښونو بورس کول، د ستوني، معدې او سینې د ناروغیو درملنه کول، د بویناکو خواړو په خوړلو کې کموالی راوستل او د خوشبويه خوراکونو خوړل د خولې بد بوی ختموي او په خوله کې خوشبويي پیدا کوي.