د امام محمد تقي(س)دنیکمرغه زوکړې کلیزه دې پر ټولو مبارک وي
د تهران ریډیو درست کارکونکي د حضرت امام محمد تقي علیه السلام دنیکمرغه زوکړې د کلیزې په مناسبت درستو پتمنو او په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته د زړه له کومې مبارکي وائي .
د اسلام د ګران پیغمبر د یوه پاک لمسي او د امامت د آسمان د نهم ځلانده ستوري حضرت امام محمد تقي علیه السلام دنیکمرغه زوکړې دکلیزې په مناسبت په درستې نړۍ په تیره بیا په درست اسلامی ایران کې له بیګا راهسې دحضرت امام رضا علیه السلام ، حضرت بي بي معصومه سلام ا... علیها ،دحضرت شاه عبدالعظیم او حضرت امام خمیني پاک حرمیّن او همداراز جوماتونه ، ا مامباړې او عام بازارونه او کوڅې ښکلي کړائ شوي او پرتمینې دستورې جوړې شوي او دغه دستورې هماغه راز دوام لري .
جواد الائمه هم د حضرت امام محمد تقي علیه السلام یو مبارک لقب دی . حضرت امام رضا علیه السلام هم د خپل زوي امام جوادعلیه السلام دم نزلت په باب فرمائيلي دي ، زما یو زوی زیږیدلی چې دحضرت موسی علیه السلام په څير د علم د سمندرونو څيرونکی دی .
د تهران ریډیو درست کارکونکي د حضرت امام محمد تقي علیه السلام دنیکمرغه زوکړې د کلیزې په مناسبت درستو پتمنو او په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته د زړه له کومې مبارکي وائي .