د چین میرمن په کوم ډول د خلکو ویښتان جوړوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i88588-د_چین_میرمن_په_کوم_ډول_د_خلکو_ویښتان_جوړوي
زمونږ خبریال وايی کرونا وایروس په ټوله دنیا کښې خلک په ویره کښې اچولي او سخت یې وارخطا کړي دي او په ټولو هیوادونو کښې یې عادي ژوند په ټپه درولی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 11, 2020 14:03 Asia/Kabul
  • د چین میرمن په کوم ډول د خلکو ویښتان جوړوي

زمونږ خبریال وايی کرونا وایروس په ټوله دنیا کښې خلک په ویره کښې اچولي او سخت یې وارخطا کړي دي او په ټولو هیوادونو کښې یې عادي ژوند په ټپه درولی دی .

خو په چین کښې خلکو د کارو بار د کولو لپاره بیلابیلې رودې پیدا کړي دي .

په چین کښې د ځینو نایانو ویډیوګانو دخپلو عجیبه حرکتونو په وجه په اینټرنیټ پاڼو زیاتې خپريږي .

په اینټرنیټ باندې د چین د یوې نايي میرمنې  داسې ویډیو خپره شوي ده چې د خپل کور له کړکي څخه د خپل لاس په بهر کولو سره د خپلو ګاهکانو ویښتان جوړوي .

د چین دغه نايي میرمنې ماسک اچولی دی او  له کړکي څخه په لاس بهر کولو سره یې چې وسپنې پکښې لګیدلي دي د خپلو ګاهکانو په ټینګار سره دهغوې ویښتان جوړوي .