چين د امريکې فوځ د کورونا وائرسو په خپرولو تورن کړ
(last modified Fri, 13 Mar 2020 09:45:58 GMT )
Mar 13, 2020 14:15 Asia/Kabul
  • چين د  امريکې فوځ د کورونا وائرسو په خپرولو تورن کړ

د چين د خارجه وزارت وياند د امريکې فوځ په خپل هېواد کښې د کورونا وائرسو په خپرولو تورن کړ.

د ايرنا د رپوټ له مخې ژائولي جيان پرون په يو ټوئيټ کښې وليکل: کېدې شي د امريکې فوځ د چين ووهان ښار ته کورونا وائرس راوړي وي.

د چين د خارجه وزارت وياند امريکنيانو ته په خطاب سره وويل، بايد شفافه اوسئ او خپل اطلاعات د عامه خلقو په اختيار کښې ورکړئ.

هغه امريکه شفافيت نه لرونکې وبلله او واضحه يې کړه، واشنګټن بيجنګ ته د يو وضاحت کولو پوروړے دے.

ژائولي جيان په دوام کښې وويل، کورونا وائرس کله امريکه کښې خپارۀ شول؟ څو تنه پرې ککړ دي؟ او په کومو روغتونونو کښې پراتۀ دي؟

له دې مخکښې هم د چين رسنيو په ووهان ښار کښې د کورونا وائرسو په خپرولو کښې د امريکې د لاس لرلو د احتمال خبر ورکړے ؤ، او اوس د چين د خارجه وزارت وياند په رسمي توګه واشنګټن په دې موضوع کښې په لاس لرلو تورن کړ.

 

ټیګونه