د امریکا استازي خلیل زاد نوي هڅه پیل کړي ده
زمونږ خبریال وايي د افغانستان په چارو کښې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد له عبدالله عبدالله سره چې ځان د دغه هیواد ولسمشر ګڼي کتنه او خبرې وکړې .
د امریکا ځانګړي استازی زلمی خلیل زاد د قطر له پلازمینې دوحې څخه ستنیدا وروسته په کابل کښې له عبدالله عبدالله سره کتنه وکړه او له هغه سره یې د افغانستان د مسائیلو په تیره بیا د طالبانو او د واشنګټن د سولې د موافقې په هکله خبرې وکړې .
که څه هم د خلیل زاد او د عبدالله عبدالله د کتنې جزیات تراوسه نه دي خپاره شوي خو داسې ښکاري چې په افغانستان کښې د سیاسي اختلافاتو او د اشرف غني او د عبدالله عبدالله د ولسمشرۍ د لوړې د مراسمو د ترسره کیدا په هکله بحث او دنظرتبادله شوي وي .
دا په داسې حال کښې دي چې د اشرف غني او د عبدالله عبدالله د لوړې له مراسمو مخکې د خلیل زاد مینځګړیتونو ماتي خوړلي وه .
له دې مخکې د افغانستان د ملي امنیت ادارې پخواني مشر رحمت الله نبیل په هیواد کښې د جنګ د ختمولو او د سولې په پلمه د امریکا هڅه دوکه ورکونکي بللي وه .
هغه ویلي وو امریکا له یوې (۱) خوا د افغانستان امنیتي ځواکونه په وسلو سمبالوي او له بلې خوا طالبانو ته پیسې ورکوي چې په دغه هیواد کښې جنګ او ناامنۍ ته دوام ورکړي .