فنلنډیان ترټولوخوشحال اوافغانان ترټولو لږخوشاله خلک دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i88785-فنلنډیان_ترټولوخوشحال_اوافغانان_ترټولو_لږخوشاله_خلک_دي
دا راپور د سړي سر ناخلص کورنی تولید، ټولنیز ملاتړ، ژوند ته هیلې یا د عمر اوسط، ټولنیزو ازادیو، سخاوت او فساد پر اساس هیوادونو ته درجې یا رتبې ورکوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 22, 2020 00:40 Asia/Kabul
  • فنلنډیان ترټولوخوشحال اوافغانان ترټولو لږخوشاله خلک دي

دا راپور د سړي سر ناخلص کورنی تولید، ټولنیز ملاتړ، ژوند ته هیلې یا د عمر اوسط، ټولنیزو ازادیو، سخاوت او فساد پر اساس هیوادونو ته درجې یا رتبې ورکوي.

د نړۍ د خوشالۍ په راپو ر (The World Happiness Report ) کې فنلنډیان په نړۍ کې تر ټولو خوشال خلک او افغانانو تر ټولو لږ خوشال خلک بلل شوي دي.

د فنلنډ خلک د تېر کال په راپور کې هم په نړۍ کې تر ټولو خوشال بلل شوي وو خو تېر کال په لیست کې تر افغانانو د سوډان خلک لږ خوشاله ګڼل شوي وو.

د نړۍ د هیوادونو د خوښۍ د اندازې راپور، چې د ملګروملتو د تلپاتې پرمختیايي حل لارو شبکه یې چمتو کوي، ښيي چې افغانستان په دې برخه کې تر تېر کال دوه درجې شاته شوی دی او اوس ۱۵۳ ځای لري چې د دې لیست وروستی هیواد دی.

دا راپور د سړي سر ناخلص کورنی تولید، ټولنیز ملاتړ، ژوند ته هیلې یا د عمر اوسط، ټولنیزو ازادیو، سخاوت او فساد پر اساس هیوادونو ته درجې یا رتبې ورکوي.

دا د هیوادونو د خوشالۍ د کچې په اړه اتم راپور دی چې د ملګروملتو دا اداره یې خپروي.