مالګه د انسان د بدن دفاعي قوت کمزوری کوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i89037-مالګه_د_انسان_د_بدن_دفاعي_قوت_کمزوری_کوي
زمونږ خبریال وايي په یوه (۱)نوي تحقیق کښې دغه خبره کشف شوي ده چې په ډوډیو او خواړو کښې د زیاتې مالګې استعمال د انسان د بدن دفاعي قوت (immune system)کمزورلی شي چې له کبله یې انسان له ډیرو ناروغیو او وایروس سره مخامخ کیدلای شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 02, 2020 02:03 Asia/Kabul
  • مالګه د انسان د بدن دفاعي قوت کمزوری کوي

زمونږ خبریال وايي په یوه (۱)نوي تحقیق کښې دغه خبره کشف شوي ده چې په ډوډیو او خواړو کښې د زیاتې مالګې استعمال د انسان د بدن دفاعي قوت (immune system)کمزورلی شي چې له کبله یې انسان له ډیرو ناروغیو او وایروس سره مخامخ کیدلای شي .

په جرنل سائنس ټرانسلیشنل میډیسین مجلې کښې په یوه (۱) خپور شوي تحقیق کښې ویل شوي دي په ډوډۍ او خواړو کښې د زیاتې مالګې د استعمال په خاطر د انسان جسم له ناروغیو څخه د بچ کولو نظام یعني قوت مدافعت کمزوریږي چې له کبله یې انسان له ناروغیو او باکټریانو او وایروسونو سره د مبارزې قوت له لاسه ورکوي او هغه  په اسانۍ سره د ډیرو ناروغیو ښکار کیدلای شي .

په دغه تحقیق کښې ویل شوي دي کوم خلک چې په ورځ کښې شپږ(۶) ګرامه مالکه استعمالوي نو د هغوې د بدن دفاعي سیسټم ډیر کمزوریږي او که چیرې په ورځ کښې دوه (۲) وخته د کور د ډوډۍ پرځاې فاسټ فوډز(Fast food ) وخوړل شي نو د شپږ (۶) ګرامه د مالګې مقدار پوره کیږي .

په دغه تحقیق کښې ویل شوي دي شپږ (۶)ګرامه مالګه یو(۱) قاشق یعني چمچ کیږي .

د ملګروملتونو د روغتیا د نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او (World Health Organization)لخوا یوه(۱) بالغ انسان ته په ورځ کښې د شپږ (۶) ګرامه مالګې د کارولو لاښونه کیږي .

د جرمني د بن پوهنتون محقق کرسټین کرټس وايي د خواړو او د مالګې د استعمال په هکله د دغه تحقیق له نتیجې وروسته دغه خبره په یقین سره  کولی شو چې د زیاتې مالګې د استعمال په وجه د انسان په جسم کښې له ناروغیو سره د مبارزې کولو نظام ډیر کمزوری کیږي .

د اف وورزبرګ پوهنتون پروفیسر کټار زینا جوبین چې د دغه تحقیق ترسره کونکی دی وايي د دغه تحقیق په وخت کښې چې مونږ کله موږکانو ته زیاته مالګه ورکړه نو په هغو کښې د لیسټریا یا انفیکشن په شان  ناروغیانې رامینځته شوي چې ډیره د حیرانتیا خبره ده .

د خواړو د  چارو کارپيژاندي وايي لیسټیریا باکټریا په پروسیسډ یعني تیارو خواړو لکه سنډویچ ، برګرز او د انسان صحت ته په تاوان رسونکو خواړو کښې وي چې په انسانان کښې د تبې ، د نس ناستي ، هیضې او په مثانې کښې د عفونیت او انفیکشن د رامینځته کیدا سبب کيږي .

محققانو وویل په تحقیق کښې برخه اخیستونکو  ځوانانو ته تر اوو (۷) ورځو پورې هره ورځ شپږ (۶) ګرمه مالګه ورکړل شوه او د هغوې په خواړو کښې په ورځ کښې دوه (۲) وخته برګرز او چپس ورکړل شول .

له اوو (۷)ورځو وروسته کله چې د دغو ځوانانو ازموینې وشوې نو دغه خبره بیخي واضح شوه چې د دغو ځوانانو د بدن دفاعي سیسټم یعني قوت مدافعت ډیر کمزوری  او اغیزمن شوی وو او د هغوې په وینو مختلفې باکټریانې هم وموندل شوې .