کورونا وېروس: د روغتیا نړیوال سازمان هیله مندي او خبرداری
د روغتیا نړیوال سازمان له هیله بخښونکو خبرونو سره چې وايي، ګواښ به کابو شي، خبرداری هم ورکړی چې د کوربندۍ او تړلي ژوند سره دې لا نوره ګوزاره وشي، داسې چې هېوادونه باید نورهم له احتیاطه کار واخلي.
دغه سازمان ویلي، د نړۍ د نیمو خلکو ژوند ټکنی شوی، محدودیتونه لګېدلي او د ډېرو اقتصاد زیانمن شوی، خو لا نور احتیاط ته اړتیا ده ځکه کورونا له سل زرو ډېر خلک مړه کړي.
د روغتیا دنړیوال سازمان ویاندې مارګریت هاریس بي بي سي ته وویل، باید نورو مخې ته کېدونکو ګواښونو ته ځیر واوسو.
” مونږ په ډېرو هیوادونو کې وینو چې د ناروغۍ د خپریدا حالت لا هم کابو نه دی او پر ژوندانه یې پراخ اغېز پریستی، نو هرکله که دغه ځای یاست ځانونه مه خرابوئ، یو بل ته ډېر مه نږدې کېږئ، پوهیږئ، وايي پاکوالی ډېر ښه بلل شوی؟ نو تاسو چې وایاست دوام ورکوو سختې ورځې هم دي او وخت به ولګېږي چې حالت سمې خواته لاړ شي. پوهیږئ، د ناروغیو دا وړ خپرېدا درې ورځو کې دوه چنده لوړشوی خو بېرته د دې شمېرو کابو کول له ۱۰ تر ۱۴ ورځې غواړي.