په شمالي کوریا کښې د نوې توغندي توغول
https://parstoday.ir/ps/news/world-i89316-په_شمالي_کوریا_کښې_د_نوې_توغندي_توغول
د جنوبي کوریا د پوځ ګډ مرکز، د شمالي کوریا د پوځ لخوا د بیړی ضد کروز لنډ واټن توغندي ازموینې خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 14, 2020 09:17 Asia/Kabul
  • په شمالي کوریا کښې د نوې توغندي توغول

د جنوبي کوریا د پوځ ګډ مرکز، د شمالي کوریا د پوځ لخوا د بیړی ضد کروز لنډ واټن توغندي ازموینې خبر ورکړ.

د جنوبي کوریا د ولسمشر «مون جائه این» دفتر دې ټینګار سره چې حالات له نږدي څاري خبر ورکړ چې د دې هیواد ملي امنیت اطلاعاتو او دفاع وزارت به په دې اړه مشورو ته دوام ورکړي.

تراوسه د شمالي کوریا د توغندي د ازموینې په اړه زیات جزئیات نه دي خپور شوي.

شمالي کوریا په تیر میلادي کال کښې له امریکا سره په مذاکراتو کښې د ناکامۍ وروستو د وسلو 13 لویې ازموینې ترسره کړې وې.