ورځپاڼو ته کتنه ۲۷-۱-۹۹
ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو:
وړومبې هم د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼه راخلوو، دغه ورځپاڼه د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر ډاکټر حسن روحاني له قوله ليکي: د امریکې امپریالزم د انساني ټولنې لپاره له کورونا ډېر خطرناک وائرس دے.
ولسمشر حسن خپل ونزویلايي همرتبه نیکلاس مادورو سره په ټیلیفوني تماس کښې څرګنده کړه: تهران او کاراکاس په پیوستون او د ملګرتیاؤ په پراخولو سره توانیدلي چې کلونه کلونه د امریکې د یرغلیز او پخواني وائرس په وړاندې په ښه ډول مقاومت وکړي.
هغه په دوام کښې په دې خبرې سره چې د تهران او کاراکاس ملګرتیا باید دوام ولري، یادونه وکړه چې د دواړو هیوادونو د ملګرتیاؤ او تعلقاتو پراختیا به په ډاډمنه توګه د ایران او ونزویلا د دوو سترو ولسونو په ګټه وي.
ورځپاڼې همدارنګ وليکل: د ایران او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان او یمن د وروستیو بدلونونو په هکله خبرې او د نظر تبادله وکړه.
د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګئي لاوروف پرون مازیګر په ټیلیفوني خبرواترو کښې په افغانستان کښې د سیاسي کړکیچ د وروستیو بدلونونو او د دغه هیواد د صلحې د بهیر او هم دا شان د یمن د بدلونونو په ډګر کښې د وروستیو پیښو او په دغه هیواد کښې د پایداره اور بند د ضرورت په هکله د نظر تبادله وکړه.
د تهران چاپ کېهان ورځپاڼې د ايران د ټولو قواو د معظم قوماندان د لوړ رتبه صلاحکار له قوله وليکل: امریکه په لوړه سطح کمزورې شوې ده
جنرل يحيی رحيم صفوي په دې خبرې سره چې امریکا به د خپلو سیالانو د ویرولو او د خپل هیبت د ساتلو لپاره له تیر وخت څخه زیات له رواني او اینټرنیټي جنګ څخه ګټه پورته کړي ټینګار وکړ امریکا په لوړه سویه له کمزورتیا ، انفعال او وروستیدو سره مخامخ ده .
د تهران چاپ يوې بلې جمهوري اسلامي نومې ورځپاڼې د يمني سرچينو له قوله وليکل: سعودي په یمن حملو ته دوام ورکوي،د ورځپاڼې له مخې د یمن د فوځ ویاند جنرل یحیی سریع وویل د سعودي تیریګر ائتلاف په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې په صعده ، مارب او الجوف ولایتونو کښې شپږویشت (۲۶) هوايي بریدونه کړي دي .
هغه وویل د سعودي تیریګر ائتلاف پینځلس هوايي بریدونه د الجوف ولایت په خب و الشعف ، اته هوائي حملې د مارب ولایت په صرواح سیمه او درې نور هم د صعده ولایت په مجازه سیمه باندې کړي دي .
اوس به د پاکستان چاپ ورځپاڼو څخه جنګ ورځپاڼې ته لاس کړوو چې ليکي: د پاکستان حکومت په دغه هېواد کښې د کورونا وائرسو د زياتېدو او همدارنګ په دغه وائرسو د اخته شویو او مړو د شمېر مخ په زياتېدو بهير ته په پام سره په ټول هېواد کښې لاک ډاون يعنې په تګ راتګ بنديز د دوو نورو هفتو اضافه وکړه. خو له بلې خوا د ورځپاڼې له مخې د پاکستان د هلال کمېټۍ مشر مفتي منيب د دغه هېواد د مختلفو علماو په مشورو سره په ټول هېواد کښې د جمعې، جُمعې او تراويح په نمونځونو نبديز ختم کړ، البته اعلان يې کړے دے چې بايد د احتياطي تدابيرو خيال وساتل شي.
د ورځپاڼې د يو بل خبر له مخې د دغه هېواد تجزیه نګارانو ويلي دي چې پاکستان په نړۍ کښې وړومبنی هېواد دے چې پکښې د کورونا وائرسو له قبله د بيمارانو او مړومخ په زياتېدو شمېر باوجود په تګ راتګ بنديزونه نرم شوي او د عبادتي اجتماعاتو اجازه ورکړې شوې ده، ځينو د حکومت دغه فېصله صحيح وګڼله او وې ويل چې له دې مخکښې هم خلقو په بنديز عمل نه کوۀ او ځینو ويلي دي چې پاکستان يو غريب هېواد دے او دغه بنديزونه د بې وزلو د زغملو نه دي نو پکار دے چې نرمي پکښې راوستې شي.
د پاکستان پېښور چاپ مشرق ورځپاڼې په يو خبر کښې وليکل: د پاکستان د فوځ له مشر جنرل قمر جاويد باجوه سره د افغانستان په چارو کښې د امریکې خاص استازي زلمی خليلزاد او د دغه هېواد يو جرنېل آسټن مېلر ليدل کتل وکړل او د افغانستان د صلحې د خبرو اترو او نورو مسائلو باندې خبرې اترې وکړې.
ورځپاڼې همدارنګ ولیکل، زلمی خليلزاد په قطر کښې د طالبان د مذاکراتي ټيم له مشر ملا عبدالغني برادر سره هم کتنه او د زندانيانو د تبادلې او نورو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
او اوس هم د کابل چاپ ورځپاڼې:
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړې دي.
ویسا ورځپاڼې نظامونه په بحران کې نهبدلېږي په نوم سرمقاله خپره کړې،او ليکي داسې ښکاري چې د ډاکتر عبدالله په ټیم کې له حکومت سره د جوړجاړي پر سر اختلاف راغلی دے، له څو ورځو راهیسې د دغسې اختلاف په باب په ټولنیزو رسنیو کې خبرونه خپرېږي. د یاد ټیم غړیو هم دا ادعا کوله چې حکومت هڅه کوي د ډاکتر عبدالله ټیم مات کړي او له بېلا بېلو لوریو سره جلا جلا غواړي خبرې وکړي او امتیازات ورکړي.
مقاله زیاتوي، اوس په ښکاره د ډاکتر عبدالله د ټیم دوه اړخونه له حکومت سره د جوړجاړي په باب دوه نظرونه لري چې له رسنیو سره شریک شوي دي، دوې ورځې وړاندې د ملي جنبش مهم غړي بشیر احمد تینج له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د دوی لخوا له حکومت سره د جوړجاړي طرحه وروستۍ شوې ده. د نوموړي په وینا ډاکتر عبدالله به د مصالحې د عالي شورا مشر وي او په کابینه کې به هم ۴۰ سلنه د دوی ملګري وي، د جنرال دوستم د امتیاز خبره هم کېږي چې پر مارشالۍ سربېره به د اعلی سرقوماندان د مرستیال په توګه ټاکل کېږي.
خو د ډاکتر عبدالله ټولشموله حکومت دوهم مرستیال بیا وایي چې رسنیو ته راوتلي جزئيات د دوی د طرحې نه دي. نوموړی پر دې ټینګار کوي چې جوړجاړی باید د سیاسي توافق پر اساس وي نه د انتخاباتو د پایلو پر بنسټ.
د سرمقالې په آخر کښې راغلي دي، د هېواد اوسنیو شرایطو ته په پام د ولس او هېواد ګټه په دې کې ده چې سیاسي لانجې باید زر تر زره ختمې شي، له طالبانو سره د سولې خبرې باید جدي پیل شي او سمدستي چې هېواد او نړۍ د کرونا په ویر کې ډوبه ده، د دولت او ولس ټول پام همدې ته واوړي چې څه ډول د دې ناروغۍ مرګونې څپه یو څه را ټیټولای شو. د نظام د بدلون پلویان دې د مرګونو، وحشتونو او ماتمونو تر پایه انتظار وباسي. نظامونه په بحران کې نه بدلېږي او چې بدل شوي تاریخ پرې ګواه دی چې هغه زر بېرته را نسکور شوي دي.
ورځپاڼه په يو خبر کښې بيا د اميد مېثم له قوله ليکي: د عبدالله ټیم به ډېر ژر د ګډ او ټولشموله حکومت جوړېدو په اړه خپله طرح ارګ ته وسپاري.
سرچینې وايي جنرال عبدالرشید دوستم په نوي ګډ حکومت کې د ونډې ورکولو ترڅنګ د مارشالۍ رتبې او د وسلهوالو ځواکونو د اعلی سرقوماندانۍ د مرستیالۍ غوښتنه هم کړې ده
حزب اسلامي د روان بحران د حل په موخه سیاسي تفاهم ته رسېدل مهم ګڼي خو د دوو ټیمونو ترمنځ د واک وېش یوه ناکامه تجربه بولي.
د ورځپاڼې د يو بل خبر له مخې طالبانو په رسنیو کې دوی ته منصوب خپور شوی منشور رد کړ، وسله وال طالبان وايي، هغه منشور چې رسنیو د طالبانو د نوي اساسي قانون په نوم خپور کړ، د طالبانو د واکمنۍ په مهال چمتو شوی و او اوسنی نه دی.
--------
هشت صبح ورځپاڼې بيا د غني او عبدا.... اختلافاتو ته اشاره کړې او په یو مطلب کې يې لیکلي دي چې سپېدار یاده طرحه بېبنسټه بللې ده او ویلي دي چې ولسمشر غني د دې صلاحیت نهلري چې دوی ته څه ورکړي ځکه د سپېدار په وینا ښاغلی غني قانوني ولسمشر نهدی.
په مطلب کې د سپېدار د اعلامیې په حواله راغلي دي چې یاده طرحه د لوړې له مراسمو وړاندې ښاغلي عبدالله ته وړاندیز شوې وه چې نهوه منل شوې او اوس هم د منلو وړ نهده.
---------
سرخط ورځپاڼې بیا د طالبانو هغه منشور راخیستی چې په افغانستان کې د راتلونکي نظام د څرنګوالي بحث پهکې شوی دی.
که څه هم وسلهوالو طالبانو دا منشور رد کړی او ویلي دي چې دا په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د دوی دستور وو، خو سرخط ادعا کړې چې دغه ډله لا هم نهده بدله شوې او پخواني خوبونه ګوري.
سرخط ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي چې طالبان غواړي په افغانستان کې د پاکستان په خوښه پوځ، بیرغ، قانون او جمهوریت لهمنځه یوسي او پخوانی امارت په خلکو مسلط کړي.
-------
ملي ارمان ورځپاڼې هم همدې مسئلې ته په اشارې سره لیکلي دي، دا سمه ده چې له طالبانو سره د سولې خبرې د افغان حکومت او افغانانو له مهمو پروګرامونو څخه دي، خو د ورځپاڼې په باور باید یاده ډله د پاکستان د پوځ په غوښتنه د افغانستان د هر څه د لهمنځه وړلو هڅه ونهکړي.
ورځپاڼه لیکي چې لا هم د پاکستان نظامیان له طالبانو د وسیلې په توګه ګټه اخلي او دغه هېواد هڅه کوي چې په افغانستان کې داسې نظام رامنځته شي چې د پاکستان ګټې خوندي کړي.
د سرمقالې په پای کې لیکل شوي، که امریکا هڅه وکړي چې طالبان په افغانستان کې په همدې شکل واک ته ورسوي باید په دې پوه شي چې اوس افغانان پخواني نهدي او هېڅچا ته اجازه نهورکوي چې د اسلام په نوم یو وار بیا دلته د پاکستان د خوښې نظام حاکم شي.