افغانستان او هندوستان کښې ځینې نور کسان په کرونا ککړ شول
Apr 17, 2020 03:15 Asia/Kabul
د افغانستان او هندوستان روغتیايي سرچینو په دغو هیوادونو کښې په کرونا وایرس د اخته او له امله یې د وژل شویو کسانو د شمیر د زیاتیدو خبر ورکړ.
د افغانستان د روغتیا او درملنې وزارت په خپلو تازه احصائیو کښې ویلي چې په دغه هیواد کښې ۵۶ تنه نور په کورونا ناروغۍ اخته شوې دي چې ورسره په هیواد کښې د دغه ډول ناروغانو شمیر ۸۴۰ تنو ته رسیدلې دی.
په افغانستان کښې د کرونا له امله تراوسه ۳۰ کسان مړه شوې دي.
له بلې خوا د هندوستان د روغتیا او د کورنیو د سوکالتیا وزارت په خپلو تازه احصائیو کښې په کرونا د اخته شویو کسانو ټول شمیر ۱۲ زره او ۷۶۰ تنه اعلان کړ.
د دغه رپورټ له مخې، په هندوستان کښې تر دې دمه د کرونا له امله ۴۲۰ کسان مړه شوې دي.
ټیګونه