کرونا ویروس؛ نړۍ کې وروستی حال
https://parstoday.ir/ps/news/world-i89523-کرونا_ویروس_نړۍ_کې_وروستی_حال
د روغتیا نړیوال سازمان دا خبرداری په داسې حال کې ورکوي چې په ټوله نړۍ کې د کورونا وېروس مثبتو پېښو شمېر ۲ اعشاریه ۶ میلیونو کسانو ته نږې شوی دی.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Apr 23, 2020 14:02 Asia/Kabul
  • کرونا ویروس؛ نړۍ کې وروستی حال

د روغتیا نړیوال سازمان دا خبرداری په داسې حال کې ورکوي چې په ټوله نړۍ کې د کورونا وېروس مثبتو پېښو شمېر ۲ اعشاریه ۶ میلیونو کسانو ته نږې شوی دی.

همدا راز په ټوله نړۍ کې د کورونا وېروس له کبله د مړینو شمېر له یو لک او اتیا زرو کسانو اوښتی.
د امریکا په نیویارک کې، چې د کورونا وېروس له کبله د دې هېواد تر ټولو ځپل شوی ایالت دی، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۷۴ کسان وژل شوي دي.
دا په تېرو شل ورځو کې دې ایالت کې د مړینو تر ټولو ټیټه کچه ده،‌ او چارواکي هیله من دي چې وضعیت په ښه کېدو دی.
د اروپا په کچه په بریتانیا کې لا هم د مړینو او مثبتو پېښو شمېر د نورو هېوادونو پرتله لوړ دی.
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې بریتانیا کې ۷۵۹ کسان له کورونا وېروس مړه شوي‌ دي، او د ټولو مړینو شمېر له ۱۸ زرو اوښتی دی.
د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر ډومېنک راب وایي، که اړتیا وه نو له پوځ به نوره مرسته هم وغواړي.
د بریتانیا د وسله والو ځواکونو مشر جنرال نېک کارټر وایي، د کورونا وېروس بحران کې مرسته کول د پوځ لپاره یو لوی لوژیستیکي ماموریت دی.
د اروپا بل هېواد جرمني کې ټول ۱۶ ایالتونه پر دې سره سلا شوي دي چې د ماسکونو اغوستل به لازمي کوي.
دا اعلان په داسې حال کې کېږي چې جرمني ګام په ګام لګول شوي محدودیتونه نرموي.
په دې هېواد کې کابو یو نیم لک کسان په کورونا وېروس اخته شوي، او د تر دې دمه د ټولو مړینو شمېر ۴۸۷۹ ښودل شوی.
هلته سویلي‌ افریقا اعلان کړی دی چې د کورونا وېروس ضد اعلان شویو محدودیتونو پلي کولو لپاره به په ټول هېواد کې ۷۰ زره نور پوځیان هم ګوماري.
دې هېواد کې د کورونا وېروس کابو درې نیم زره مثبتې پېښې ثبت شوې دي، او تر دې دمه ۵۸ کسان ترې وژل شوي.
سویلي افریقا د نړۍ په کچه تر ټولو سخت محدودیتونه اعلان کړي، خو حکومت یې په سمه توګه پلي‌ کولو کې پاتې راغلی.
او په پاکستان کې د کورونا وېروس د مثبتو پېښو شمېر تر لس زرو اوښتی دی او تر دې دمه د رسمي شمېرو له مخې ۲۱۴ کسان ترې مړه شوي دي.
تر ټولو زیاتې مثبتې پېښې په پنجاب ایالت کې دي، خو تر ټولو ډېرې مړینې په خیبر پښتونخووا کې لیدل شوې دي، چې شمېر یې ۸۰ کسانو ته رسېږي