د یمن په جنګ کښې د لسګونو خبریالانو د مړینې خبر
https://parstoday.ir/ps/news/world-i89787-د_یمن_په_جنګ_کښې_د_لسګونو_خبریالانو_د_مړینې_خبر
د یمن انصارالله غورځنګ خبر ورکړ، په وروستیو پنځه کلونو کښې ۲۹۰ خبریالان په یمن کښې د سعودي ائتلاف په بریدونو کښې مړه شوې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 03, 2020 08:35 Asia/Kabul
  • د یمن په جنګ کښې د لسګونو خبریالانو د مړینې خبر

د یمن انصارالله غورځنګ خبر ورکړ، په وروستیو پنځه کلونو کښې ۲۹۰ خبریالان په یمن کښې د سعودي ائتلاف په بریدونو کښې مړه شوې دي.

د فارس خبري آژانس له مخې، د یمن انصار الله غورځنګ خبر ورکړ، د سعودي عرب ائتلاف په بنځه کلونو کښې د رسنیو درې ویشت(۲۳) مرکزونه ویجاړ کړي او په دیرش(۳۰) ځله یې خبري مرکزونه د خپلو بریدونو هدف ګرځولې دي.
د یمن انصارالله څرګنده کړه،، په صنعاء کښې د ملي نجات حکومت سره تړلي د ملي رسنیو د مړو شمیر هم پنځه څلویښت(۴۵) او ټپیانو شمیر تر پینځه ویشت(۲۵) کسانو دی.
سعودي عرب د امریکې په ملاتړ، له اماراتو او یو څو نورو هیوادونو سره د دوه زره پنځلسم کال(۲۰۱۵) له مارج څخه په یمن یرغل کړی او په دغه هیواد یې ځمکي، سمندري او هوایي بریدونه پيل کړې دي.