د ناپيئلي غورځنګ د مشرانو آنلاین غونډه پیل شوه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i89841-د_ناپيئلي_غورځنګ_د_مشرانو_آنلاین_غونډه_پیل_شوه
د ناپيئلي غورځنګ د غړو هیوادونو د مشرانو مجازي یا انټرنیټي غونډه پرون مازیګر پیل شوې ده.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 05, 2020 05:57 Asia/Kabul
  • د ناپيئلي غورځنګ د مشرانو آنلاین غونډه پیل شوه

د ناپيئلي غورځنګ د غړو هیوادونو د مشرانو مجازي یا انټرنیټي غونډه پرون مازیګر پیل شوې ده.

دغه غونډه د ناپيئلي غورځنګ د غړو هیوادونو د مشرانو د غونډې د اتلسم مشر په توګه د آذربایجان جمهوریت د ولسمشر الهام علي اف په وینا سره پيل شوه.

ټاکل شوې چې په دغې غونډې کښې به د ملګرو ملتو د سرمنشي انتونیو ګوتریش د ویډیو پيغام له خپریدو نه علاوه د روغتیا د نړیوال سازمان عمومي منشي هم په نړۍ کښې د کرونا ناروغۍ د خپریدو او کنټرول د وضعیت په هکله یو توجیهي رپورټ وړاندې کړي.