د تهران او کابل ځینی نننۍ ورځپاڼې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i90130-د_تهران_او_کابل_ځینی_نننۍ_ورځپاڼې
د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پیل کې هم د تهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځيني ورځپاڼې درسره شریکې کوو.هیله ده ترپایه راسره ملتیا وکړئ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 17, 2020 08:04 Asia/Kabul
  • د تهران او کابل ځینی نننۍ ورځپاڼې

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پیل کې هم د تهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځيني ورځپاڼې درسره شریکې کوو.هیله ده ترپایه راسره ملتیا وکړئ .

  له دې مخکې  چې  نننیو ورځپاڼو ته ستاسو پام راواړوو ، باید ووایو چې  نن د  روژې دمبارکې میاشتې  د رویشتمه نیټه ده  او دقدر د شپو ورځو وروستۍ شیبې دي  ، خداي دې وکړي چې په دغې مبارکې میاشتې کې  دم ونږ ټولو طاعتونه اوعبادتونه په الهي بارګاه کې قبول وګرځي  په دې هیله چې  زمونږ خواږه آوریدونکي  پخپلو دعاګانو  کې مونږ هم یادوي ،راګرځو د مطبوعاتو په لور ،نو  دا هم د  تهران  چاپ ورځپاڼو په سر کې  کیهان ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلي دي ،په ایران کې  دکرونائي بحران له کابو درو میاشتو وروسته پرون  ښونځي پرانیستل شوي  چې البته  د محصیلینو اوزده کونکو  حاضریدل پکې اجباري نه  دي او زده کونکي له خپلو معلمانو سره هغه چارې چې  په آنلاین درسونو په وخت ورځیني  ځيني کارونه پاتې وو او یا کومې نوره پوښتنې لري  شریکې کولی شي .

ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ،د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر  حسن روحاني په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ،کرونائي بحران  ختم شوی نه دی ، البته  د اسلامی  ایران ظرفیّت او وړیتاوې لاپیاوړي شوي دي ، خلک باید تر یوې مودې پورې  په دې اړه  له احتیاطه کار واخلي .

 دعراق نوی لومړی وزیر مصطفی الکاظمي  ددغه هیواد د ولسی مبارز ځواک الحشد الشعبی  مرکز ته ورغلی  او ددغه ولسی مبارز ځواک له مشر سره په لیدنه  کې ئې ويئلي دي ،زه د الحشد الشعبی  مبارزځواک یو خادم یم  باید  د  خپلې خاورې او ملت دفاع  یوه ډیره مهمه لومړنۍ دنده وګڼو .

په داسې حال کې  چې د ایران د تیلو وړونکي یوه کشتۍ  دونزویلا  سمندری حدودو ته رسیدونکي ده ، دامریکا د ترهه ګرپوځ  سمندري ځواک هڅه کوي په شیطنت او بلا جوړونې سره ددغې  کشتۍ یا مخه ونیسی او یا ئې  هم له کومې ستونزې سره مخ کړي څو شخړه رامینځةکړي ، خو باید امریکا دې پوهه شي ، چې له دې مخکې  دانګلستان  سمندري ځواک هم دغه شان دسیسه جوړه کړې وه چې لوبه ئې بائيللي  ده .

د امریکا په مشرانو جرګې  کې یوه جمهوری غواړي سناتور  په دې پلمه  چې لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ له خوا کنټرولیږي ، یو پلان وړاندې کړی ، چې پکې  لبنان ته دخپل   هیواد دحکومتي مرستو د   غوڅولو غوښتنه ئې کړه ، یو داسې پلان  چې  د لبنان د حکومت او حزب ا... غورځنګ ترمینځ  په سیاسی فضا کې د درز د رامینځةکولو په موخې سره برابر شوی دی .

د امریکا د جنګ وزارت پنټاګان  ویندوي جناتن هافمن  وئيلي دي ، په افغانستان کې د دیره امریکائي پوځيانو د کمولو بهیر دوام لري او تمه کیږي ، د امریکا او طالبانو ډلې ترمینځ د شوي موافقې  د ټاکل شوي وخت په اساس  خپل پوځيان له دغه هیواده وباسي .

             دا هم د تهران  چاپ  جام جم ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلي دي ،د اسلامی ایران  ولسمشر حسن روحاني وئیلي دي ، د روژې  دمبارکې میاشتې  دنیکمرغه اختر لمونځ په درست هیواد کې په ټولو جوماتونو کې اداکیږي ، البته باید   له کرونا سره د مبارزې د ملی کمیټې له خوا ښودل شوي پروټوکولونه  په بشپړ ډول رعایت شي .

 دایران او ونزویلا ترمینځ نزدې اړیکو  امریکا یو ځل بیا لالهانده کړې او هڅه کوي په بیلابیلو پلمو سره ددغو دواړو هیوادونو ترمینځ  دښواړکیو دغوڅولو لپاره  خپله سپیره دسیسه اجرا کړي ، خو هیڅ به په لاس ورنشي .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ، د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف ټينګار کړی ،دا واقعیّت چې  کرونا ویروس دلومړي ځل لپاره په  چین کې رامینځةشوی دی ،د بیجینګ په ضد دبندیز داعمالولو لپاره  کوم دلیل نشي کیدلی .

د فلسطین د حقوقو دچخڼي کولو له دوه اویا کلونو تیریدا وروسته  درستو مظلومو فلسطینیانو د نکبت ورځ  دخپلې غوسې او کرکې نندارې ته په وړاندې کولو سره ولمانځله .

د برازیل  د روغتیائي چارو نوي وزیر نلسن تایچي د کرونائي بحران  په اړه  له ولسمشر سره د اختلافاتو په سر له خپلې  څوکۍ ګوښه شو .

د وحشی صهیونیسټي رژيم د پارلیمان کنیسټ  له مشرۍ دبني ګانټز  استعفی وښودله چې  د ګانټز او بین یامین نتن یاهو ترمینځ اختلافات هماغه راز   په اوج کې دي او دغه ائيتلافي حکومت به تر ډیرو میاشتو پورې دوا مونه مومي .

په افغانستان کې د وسلوالو طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمینځ  اخ وډپ هاله  اوج ته رسیدلی چې  په قطر کې د امریکا او طالبانو ډلې  ترمینځ  دشوي تش په نامه سولې موافقې وروسته دتاؤتریخوالي کمیدا ته ځیني هیلې راپورته شوې وې ، خو  دا هیلې  یو ځل بیا  پاي ته رسیدلی دي ،ځکه چې د  افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي  زلمي خلیلزاد پخپلو کړغیړنو  او ضد ونقیض څرګندونو کې وئيلي دي ،د قطرپه موافقې کې د طالبانو له خوا  په افغانستان کې  د تاؤتریخوالي د کمولو  خبره نه ده شوې

د سورئې په الحسکه او دیرالزور ولایتونو کې د دغه هیواد دپوځ او مقاومتي ځواک له خوا د تکفیری ترهه ګرو په ضد په پاکونکو عملیاتو کې  د جنایتکارو ترهه ګرو یو شمیر پټنځایونه او مورچلې تباه  او د هغوي یو شمیر ترهه ګر هم هلاک او ټپیان شوي دي .

په پاکستان کې  دکرونائي بحران  او ج ته د رسیدا په وخت ددغه هیواد  لومړي وزیر  عمران خان پر ولس  غږ کړی ، له زغمه دې کار واخلي او له خپلې خوا دې  د روغتیائي پروټوکولونو په رعایتولو کې له شعوره  کار واخلي .

                  دا هم دتهران  جوان ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلي دي ،په افغانستان کې د ایران پخواني سفیر فدا حسین مالکي  په هریرود سین کې د ایران او افغانستان په پولې کې بهیږي، د یو شمیر افغان کډوالو د ډوبیدو په باب  چې وئيلی دي ،په هریرود سین کې دیو شمیر افغان کډوالو د ډوبیدو دسیسه د ځينو تالی څټو او بهرنیو دسیسه ګرو په لاس جوړه شوي او دوي غواړي د دووګاونډیو  او مسلمانو ملتونو ترمینځ  د درز او اختلافاتو زیاتیدا ته لمن ووهي خو  دواړه مسلمان او ګاونډی هیوادونه او ملتونه  د دښمنانو په دغه ډول دسیسو نور نه غولیږي او دا دسیسه  به د نورو دسیسو په شان شنډه شي . باید د دواړو هیوادونو  حکومتی سرحدي چارواکي او ملونه له هوښیارۍ او ځيرتیا کار واخلي  او دد ښمن د دسیسو مخه دې ونیسي .

ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ، دامریکا خارجه وزیر مایک پمپئو   په دې ادعا سره چې  د هیګ نړیواله محکمه  داسرائيلو په باب هیڅ ډول قانوني صلاحیّت نه لری ،  دغه نړیوال اورګان ئې  ددغه تیریګر او وحشي ډول رژيم په ضد  د هرډول قانوني  اقدام  د پایلو په باب ګواښلی دی .

دعراق لومړ ی وزیر  مصطفی الکاظمي  په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي په دغه هیواد کې د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې  ریښې په وچیدو دي .

د ایران د روغتیائي چارو زویر ډاکټر سعید نمکي په ډاګه کړې  د امریکا او راوپایانوله خوا له بندیزونو سره سره   له کرونا سره د مبارزې په پړاؤ کې  خپلو هڅو ته دوام ورکوو او په الهي فضل سره په دغه ډګر کې تر دې دمه مو په بریالیتوب سره لاره کچ کړې ده .  

Image Caption

 

 اوس  هم راګرځو د کابل چاپ ځينو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو راخستی او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو ، البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دي .

د   کابل چاپ ځینو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د افغان توکمه ارمیکائي ډيپلوماټ زلمي خلیل‌زاد وروستیو څرګندونو او د طالب  او داعش ډلوپه اړیکو لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

ملي ارمان ورځپاڼې په دې پوښتنې سره خپله سرمقاله پیل کړې چې، "خلیل‌زاد د سولې سفیر که د ترهه ګرو ویندوي  ؟

ورځپاڼې  دمقابلې په دوام کې لیکلی دي ، دا چې د وسله‌والو طالبانو افکار او مذهب وېره او وحشت خپرول دي، نه‌یوازې افغانان د دغې ډلې قربانيان دي، بلکې نړیوال هم طالبان د ترورېست په نوم پېژني او باور لري او نه‌شي کولای چې په دې واقعیت سترګې پټې کړي. ​

خو د سرمقاله لیکونکي په وینا، دا چې اوس د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد وایي د کابل د دشت برچي پر روغتون خونړۍ حمله د طالبانو کار نه ‌دی، دا د تعجب وړ خبره ده.​

ملي ارمان ورځپاڼې همدارنګه لیکلي، ټولو ته جوته ده چې په کومو سیمو کې طالبانو شتون  درلود، اوس داعشیان هم په هغو ځایونو کې شتون او فعالیتونه  لري، خو په وینا یې د امریکا او طالبانو ترمینځ د سولې له هوکړې وروسته لیدل کېږي چې د خلیل‌زاد تر ډېره ټینګار دا دی چې د کابل په وروستۍ حمله کې د طالبانو لاس لرل رد کړي .​

د سرمقاله لیکونکي په وینا، طالبان تر هغه مهاله امریکا ته ترورېستي ډله وه چې د امریکا ګټې په خطر کې وي، خو په وینا یې له دې هوکړې وروسته نور طالب امریکا ته ترورېست نه‌دي.​

        هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي، له کله نه چې له طالبانو سره د سولې اړتیا پېښه شوې، نو لومړی افغان حکومت او بیا امریکا او نړیوالې ټولنې هڅه کړې چې دا ډله له ترهګرۍ  بېله کړي او پر سیاسي بهیر بدله شي او امریکا هم په دې بهیر کې نیت لري چې د ترهګرۍ ضد مبارزه د طالبانو پر مټ وکړي.

خو د سرمقاله لیکونکي په باور، لویه ستونزه دا ده چې طالبان له ترهګرۍ جلا کېدای نه‌شي ،ځکه په باور یې چې پاکستان او نورو د ترهګرو ډلو تمویلولو ته لا زور  ورکړی، یعنې دا ډلې یوازې د کوم تصمیم نیولو واک او اختیار نه‌لري او په وینا یې که کوم طالب مشر یا قوماندان په خپلواکه کچه داسې هوډ وکړي، په مرموزه توګه وژل کېږي.​

په سرمقاله کې وړاندې راغلي، د دوهمې او درېیمې درجې په شمول ټول طالب مشران باید د پاکستان د امر تابع وي، که هغوی د افغان حکومت سره د سولې هوډ هم کړی، وژل شوي، شکنجه شوي او د زندان تورو تمبو ته اچول شوي چې د سرمقاله لیکونکي په باور همدا وجه ده چې طالبان له داعش او نورو ترهګرو ډلو سره یوځای په افغانستان کې بریدونه کوي!​

            هشت صبح ورځپاڼې بیا د افغانستان د سولې بهیر ته کتنه کړې ده.​

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، په داسې حال کې چې د سولې بهیر بندون ته رسیدلی ،خو په وینا یې له پوځي لارې د افغان حکومت او طالب بریا ناممکنه او ښه به دا وي چې د سولې د خبرو اترو دروازه پرانیستې وساتل شي.​

په سرمقاله کې راغلي، افغانستان د دې جګړې د ګټلو لپاره نه‌یوازې کافي تجهیزات نه‌لري، بلکې له فساد او ګڼو نورو ستونزو سره هم مخ دی او له بلې خوا له طالبانو د امریکا تعریف روان وضعیت له یو نامعلوم برخلیک سره مخ کړی.​