ماسک د کومو کسانو لپاره خطرناک دی
May 21, 2020 09:23 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د کورونا ویروس له کبله د ټولې نړۍ کارپيژاندې او ډاکټران د ماسک اچول ضروري ګڼي خو اوس د بریتانیا طبي ماهرینو د ځینو کسانو لپاره ماسک خطرناک ګڼلی دی .
د بریتانیا طبي کارپيژاندو وویل هغه کسان چې اسم( Asthma) یعني سالنډۍ ناروغۍ لري یا د سږو ستونزه لري او ورته په سا اخیستلو کښې مشکل وي نو هغوې باید هیڅکله ماسک وانه اچوي .
دغه ماهرین وايي که چیرې کوم کسان سالنډۍ یا د سږو مشکل لري نو باید ماسک وانه اچوي ځکه چې د دوې ناروغۍ نور هم پسې زیاتیدلی شي او دغه کسان باید هڅه وکړي چې له کورونو بهر ولاړ نشي .
او د دغو کسانو لپاره کورونا ویروس ډیر خطرناک هم ثابیتدلی شي .
ټیګونه