د امریکا ولسمشر د دروغ ویلو په حال کښې دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i90355-د_امریکا_ولسمشر_د_دروغ_ویلو_په_حال_کښې_دی
زمونږ خبریال وايي د امریکا په ولسي جرګې کانګرس کښې د کیلي فورنیا ایالت استازي ټیډلیو (Ted Lieu) بیګا د کورونا ویروس له خپریدا سره په مقابلې کښې د خپل بریالي کړچار په باره کښې د ولسمشر ترمپ ادعا او د ځان ستاینې ته په غبرګون کښې وویل ټرمپ د دروغ ویلو په حال کښې دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 27, 2020 01:28 Asia/Kabul
  • د امریکا ولسمشر د دروغ ویلو په حال کښې دی

زمونږ خبریال وايي د امریکا په ولسي جرګې کانګرس کښې د کیلي فورنیا ایالت استازي ټیډلیو (Ted Lieu) بیګا د کورونا ویروس له خپریدا سره په مقابلې کښې د خپل بریالي کړچار په باره کښې د ولسمشر ترمپ ادعا او د ځان ستاینې ته په غبرګون کښې وویل ټرمپ د دروغ ویلو په حال کښې دی .

د امریکا په ولسي جرګې کانګرس کښې د کیلي فورنیا ایالت استازي ټیډلیو په ټویټر اینټرنیټ پاڼې کښې د ولسمشر ټرمپ لخوا له کورونا ویروس سره په مبارزې  کښې د ډیموکراټ  ګوند  د اقداماتو کوچني ښودلو ته اشاره وکړه او ویې ویل په چین باندې د امریکا د ولسمشر ټرمپ له اندازې څخه زیات تمرکز له اروپا څخه امریکا ته د کورونا ویروس د ورتلو د زمینې د برابریدا او د تشخیص د ټیسټونو په ترسره کولو کښې ناکامۍ د دغه ناروغۍ د خپریدا زمینه جوړونکي شوه .

د امریکا ولسمشر ټرمپ په تیرې سه شنبې ورځ له کورونا ویروس سره په مقابلې کښې د خپل حکومت د کړچار بیا دفاع وکړه او ادعا یې وکړه که چیرې حکومت چټک او هوشمندانه عمل نه کولای په دغه هیواد کښې په د کورونا ویروس له کبله د مړو کسانو شمیر پینځویشت (۲۵) برابره زیاتیده .