چین کښې کورونا ویروس تر ډیره حده کنټرول شوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i90397-چین_کښې_کورونا_ویروس_تر_ډیره_حده_کنټرول_شوی
ایرنا خبري اژانس وايي د چین د روغتیا ملي کمیسیون وویل په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې په ټول هیواد کښې هیڅوک په کورنا ویروس نه دی اخته شوی او نه څوک له دغه ناروغۍ مړ شوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 29, 2020 07:58 Asia/Kabul
  • چین کښې کورونا ویروس تر ډیره حده کنټرول شوی

ایرنا خبري اژانس وايي د چین د روغتیا ملي کمیسیون وویل په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې په ټول هیواد کښې هیڅوک په کورنا ویروس نه دی اخته شوی او نه څوک له دغه ناروغۍ مړ شوی .

په چین کښې په کورونا ویروس د ککړو کسانو شمیر تراوسه دوه اتیازره او نهه سوه پینځه نوي (۸۲۹۹۵) ته رسیدلی دی او د دغه ناروغۍ له کبله څلور زره او شپږ سوه پینځه څلویښت (۴۶۴۵) کسان مړه شوي هم دي .

دغه راز په جنوبي کوریا هیواد کښې هم د ناروغیو  د کنټرول او د مخنیوي مرکز هم نن په کورونا ویروس د اته پنځوسو (۵۸) نورو کسانو د ککړیدا خبر ورکړ چې ټول غړي یې د پلازمینې سئول وسیدونکي دي .