د بچیانو نومونه قرنطینه او سینټایزر کیښودل شول
https://parstoday.ir/ps/news/world-i90408-د_بچیانو_نومونه_قرنطینه_او_سینټایزر_کیښودل_شول
زمونږ خبریال وايي اوس چې په ټوله دنیا کښې د کورونا ویروس له کبله خپره شوي ویره کمه شوي ده او خلکو د دغه ویروس په هکله ډیر معلومات او اطلاعات ترسره کړي دي ځینې کسان بیا د کورونا په باره کښې د خلکو د معلوماتو او د اطلاعاتو د زیاتولو لپاره عجیبه کارونه ترسره کوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 29, 2020 12:11 Asia/Kabul
  • د بچیانو نومونه قرنطینه او سینټایزر کیښودل شول

زمونږ خبریال وايي اوس چې په ټوله دنیا کښې د کورونا ویروس له کبله خپره شوي ویره کمه شوي ده او خلکو د دغه ویروس په هکله ډیر معلومات او اطلاعات ترسره کړي دي ځینې کسان بیا د کورونا په باره کښې د خلکو د معلوماتو او د اطلاعاتو د زیاتولو لپاره عجیبه کارونه ترسره کوي .

دا ډول یو(۱) عجیبه کار د هندوستان یوې(۱) مور او پلار ترسره کړی دی کومو چې د خپلو دوو(۲) غبرګو بچیانو نومونه کورنټاین یعني قرنطینه او سینټایزر یعني عفوني ضد کیښودلي دي .

د دغو دوو ماشومانو مور او پلار له ډاکټر سره مشوره وکړه او ډاکټر هم د دغو ماشومانو د نومونو د قرنطینه او سینټایزر د کیښودلو مشوره ورکړه .

له دې مخکې د هندوستان د چهتیس ګړه ښار د رای پور سیمې یوه مور او پلار هم د روان میلادي کال په اپریل میاشت کښې د دوو غبرګونو زیږیدلي ماشومانو نومونه کورونا(Corona) او کویډ(COVID-) کیښودلي وو .