د تاجیکستان، ازبکستان او افغانستان ډیر ښاریز کورونا لري
فارس خبري اژانس وايي راپورونه په تاجیکستان ، ازبکستان او افغانستان کښې په کورونا ویروس د کسانو د ککړیدا د شمیر د زیاتیدا ښودنه کوي .
د تاجیکستان د روغتیا وزارت په هیواد کښې په کورونا ویروس د یوسل څلویښت (۱۴۰) نورو نویو کسانو د ککړیدا خبر ورکړ .
دغه وزارت پرون وویل په تاجیکستان کښې په کورونا ویروس د ککړو کسانو شمیر درې زره او پینځه سوه درې شپیتو ته رسیدلی چې اوه څلویښت (۴۷) ترې مړه شوي هم دي .
د ازبکستان د روغتیا وزارت هم وویل په دغه هیواد کښې په کورونا ویروس د ککړو کسانو شمیر درې زره او څلور سوه درې شپیتو (۳۴۶۳)ته رسیدلی او حاضردمه څوارلس (۱۴) کسان د دغه ناروغۍ له کبله وژل شوي هم دي .
د افغانستان د روغتیا وزارت هم په کورونا ویروس د نورو شپږ سوه درویشتو (۶۲۳) کسانو د ککړیدا او د یولسو (۱۱)نورو کسانو د مړ کیدا خبر ورکړ .
په افغانستان کښې تراوسه په کورونا ویروس دیارلس زره او شپږ سوه نهه پنځوس (۱۳۶۵۹) کسان ککړ شوي او دوه سوه شپږ څلویښت (۲۴۶) نور بیا مړه شوي هم دي .
حاضر دمه په دنیا کښې کابو شپږ(۶) میلیونه خلک په کورونا ویروس ککړ شوي او درې لکه او دوه شپیته زره کسان ترې مړه شوي هم دي .
په کورونا ترټولو زیات ککړ او وژل شوي کسان په امریکا ، برازیل ، روسیې ، اسپانیا ، انګلستان، ایټالیا ، فرانسې او جرمني کښې دي .