د تهران او کابل ځینی نننۍ ورځپاڼې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i90420-د_تهران_او_کابل_ځینی_نننۍ_ورځپاڼې
د تهران د پښتو خپرونې  او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې  له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په  خدمت  کې  یوو ،په پيل  کې هم دتهران  او ورپسې هم  کابل چاپ ځيني ورځپاڼې  درسره شریکې کوو .نو ترپایه راسره ملتیا وکړئ .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
May 30, 2020 08:22 Asia/Kabul
  • د تهران او کابل ځینی نننۍ ورځپاڼې

د تهران د پښتو خپرونې  او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې  له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په  خدمت  کې  یوو ،په پيل  کې هم دتهران  او ورپسې هم  کابل چاپ ځيني ورځپاڼې  درسره شریکې کوو .نو ترپایه راسره ملتیا وکړئ .

     داهم د تهران ورځپاڼو په سر کې کیهان ورځپاڼه ده چې نن ئې پخپل  انټرنیټي سایټ  کې  لیکلي دي ،د ایران داسلامی شورا (پارلیمان)پخوانی مشر علی لاریجاني  د اسلامی انقلاب د معظم لارښود د ځانګړي سلاکار په توګه منصوب شوی دی .

ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ،دامریکائي پولیسو په لاس د تورپوستي امریکائي په بوږنونکي قتل پسې په امریکا کې په داسې حال کې  ولسی مظاهرې  پراخیدونکي دي ، چې  ددغه هیوادجنجالي  ولسمشرډونالډټرمپ خپل لیونتوب نندارې ته وړاندې کړی ا وپر مظاهره چیانو ئې د ډزو  دستور صادر کړی دی . راپورونه ښئ  چې دامریکا په دوو سترو ایالتونو کې بشپړ ایمرجنسي لګول شوي ا و امنیتی  ځواکونه  تیارسۍ شوي دي . دا هم وئيل کیږي ، چې په مینی سوټا ښار کې  دپولیسو یوه پسته هم سوځول شوي ده .

 ورځپاڼه بیا لیکي ،د ایران داسلامی جمهوری د خارحه وزارت ویندوي  عباس موسوي د امریکا د خارجه وزارت  دیوه بې اهمیّته مسئول  برایّن هوک د ګستاخو څرګندونو په غبرګون کې وئيلي ، امریکا دې دخپلو کرغیړنو کړنو په دوام م کې پرله پسې ناکامۍ ومني او یا هم  خپلې له سپکیدا او منزوي کیدا ته دوام ورکړي ، دا تاسو یاست چې باید  په دغو دوي کې یوه چاره غوره کړئ ، دایران ملت  ته داحترام په سترګه کتل  زده کړئ څو درته په احترام سره وکتل شي  له دې مخکې چې رسوا او د ټولو په نظیر کې سپک او لا کرکیجن شئ .

  د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران دعمومی قوماندان سردار حسین سلامي په شتون  سره په بندرعباس کې  دسپاه پاسدارانو سمندري ځواک ته  په یولړ دستورو کې  یوسل دولس  چټک جنګي ماکوګان  وسپارل شول .

ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ،په عربستان کې انګریز سفیر نیل کورمبټن په سپين سترګیتوب سره وئیلي دي د یمن انصار ا... ولسی غورځنګ باید  د یمن والو د  دفاع حق ونه لري  او باید وسله په مځکه کیږدي .

طالبانو ډلې  چې  د  افغانستان په بغلان  او کندوز ولایتونو کې ئې له حکومت سره اړونده اتیا بندیان خوشي کړي دي ، په عین حال کې ئې  د کابل په شمال او د هیواد په لویدیځ کې  په دوو  عملیاتو کې  څوارلس امنیتی ماموران  هم وژلي دي . حال دا چې  په قطر کې د طالبانو ډلې دسیاسی دفتر ویندوي سهیل شاهین وئيلی دي ،دوي اتیا حکومتي بندیان خوشي کړي او هر یوه ته ئې پنځه پنځه زره افغانۍ  هم ډالۍ کړي دي .

              دا هم د تهران چاپ ورځپاڼه جام جم ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې  نن لیکلي دي ،د ونزویلا په لور  د اسلامی ایران د  تیلی کشتیو  دلیږد موضوع  هماغه راز د سیمه ایزو او نړیوالو  رسندویو په سر کې  ده او  وئيل کیږی، چې ونزویلا ته په سونګو بار له پنځو  تیلی بیړیو څخه  څلور بیړۍ  دونزویلا بندرونو ته رسیدلي  اوپنځمه بیړۍ هم د رسیدا په حال کې ده  ،په داسې حال کې چې د ونزویلا  لوړپوړو چارو   او دفاعي  برخې ئې په تود هرکلی سره  میلمستیا کړې ده . راپورونه ښئ چې   ونزویلا ته د ایرانیو تیلي بیړیو رسیدا یو ځل بیا دامریکا دړکې او ګواښونه په اوبو لاهو کړي دي  او یو ځل بیا  دغه تیریګر او دړه مار حکومت ئې د نړیوالو په وړاندې بې شرمه او سپک کړی دی .

ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ، دترکیې حکومتي او پوځي  مسئولانو په یوې بلې دسیسې کې  د سورئې د کرهڼيزو محصولاتو دغلا کولو لپاره  په لسګونو ستر تجهیزات یا کمباینز  دغه هیواد ته وارد کړی دي .  داپه داسې حال کې دي چې له دې مخکې ئې  د څوم ځل لپاره د  سورئې دادلب په شاوخوا کې دخپلو تیریګرو عسکرو  د فعالیتونو  د دوام لپاره هم تازه دم ځواکونه اوستر پوځي تجهیزات لیږدولي دي .

د جرمني صدراعظمې میرمن آنګلا مرکل  دجي اته ډلې په سرمشریزې کې د ګډون لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ  بلنه رد کړې ده .

راسموسن ښي پالې څيړنیزې موسیسې  دخپلې یوې تر ټولو وروستۍ نظر سنجۍ نتیجې خپرې کړي  دي ، چې  ښئ  په وروستیو دوو کلونو کې  د امریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ په شغلي کړچار  دخلکو  دخپګان اندازه په تیرو دوو کلونو کې تر ټولولوړې سوئې ته رسیدلی دی .

دعراق د الحشد الشعبي ولسی ځواک مبارزانو  په دیاله ولایت کې  د داعشي تکفیریانو یو تر ټولو ستر پټنځاي پخپل کنټرول کې راوست.

دامریکا ولسمشر ټرمپ یو ځل بیا له ټویئټر ټولنیز چینل سره  ددخولې جنګ ته مخه کړې  او په بندولو ئې  ګواښلی دی .

                د ا هم د تهران  چاپ جوان ورځپاڼه ده چې پخپل  انټرنیټي سایټ کې ئې  نن لیکلي دي ،  د ایران د اسلامی جمهوریت  ولسمشر حسن روحانی له کرونا سره د مبارزې دملي کمیټې په غونډې کې وئیلي دي ،  په درست هیواد کې جوماتونه د دغې کمیټې د مقرراتو او پروټوکولونو په اساس  له ننه خپل ورځني فعالیتونه بیرته پیلوي او  دجمې لمونځونه او د دعاګانو دستورې به  ترسره کړي .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ،په داسې حال کې چې  د امریکا په یو شمیر ښارونو کې  د   وحشي پولیسو  په یوه بوږنونکي  اقدام کې د یوه تورپوستي په  قتل پسې  مظاهرې هماغه راز دوام لري ، په نیویارک کې  په ولسی مظاهرې  کې پاریدلو خلکو دسپینې ماڼۍ په وړاندې غونډه کړې او تر څو ساعتونو پورې ئې  سپينې ماڼۍ  فعالیتونه او کارونه هم بند کړي دي .

په نیجریه کې ځاي سرچینو وئیلي دي ددغه  هیواد  په شمال لویدیځ کې  موټر سائیکل سوارو مخ پټو وسلوالو  په یوې سیمې حمله کړې چې له امله ئې  لږترلږه  شپیته عام  خلک وژلي او په سلګونو نور ئې ټپيان کړي وي دغو سرچینو وئیلی دي ، چې  وسلوال مخ پټي  په دله ایز ډول  په کابو سلو موټر سائیکلو  سوارۀ پر عاموخلکو ئې ړندې ډزې کړي  او له هغه ځایه له کوم مخنیوي پرته خپلو سُوړو  ته رسیدلي دي .

د متحده عربی اماراتو د شیخ میشته سیمو د واکوالانو ترمینځ  اختلافات اوج ته رسیدلی او خبرو سرچینو وئیلي دي و په بهرنیو شخړو اوترینګلتیاؤ کې د ابوظبئ  د واکوالانو  دخالتونه او بلاغوښتنې  ددغه شیخ میشته سیمې د ویشل کیدا او ځوړتیا نښې نښانې رابرسیره کړي دي .

                   اوس هم راګرځو دکابل چاپ ځينو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو ر اخستي او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو ،البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو  ورځپاڼو خپل دریځونه دي .

د کابل چاپ ځینو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډیره د سولې فرصتونو او کرونا ویروس د مخنیوي په تړاؤ لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي.

انیس دولتي ورځپاڼه لیکي، په هېواد کې دایمي اوربند او د سولې ټینګښت دافغان ولس ستره غوښتنه ده.

ورځپانڼې په دوام کې لیکلی دي ، دا  یو  رښتینی واقعیت دی چې د هر ډول سیاسی جوړجاړي او سوله ییزو مذاکراتو د پرمخ بیولو لپاره په ټوله یزه توګه په جګړه کې د ښکېلو اړوندو لوریو ترمینځ اوربند یو اساسی شرط دی، ځکه چې د اړوندو لورو ترمینځ د باور فضا رامینځته کوي او له اوربند پرته په هر ډول مذاکراتو کې به پرمختګ ناشونی وي.

د سرمقاله لیکونکي په باور د باور فضا د رامینځته کولو لپاره د حکومت له لوري د بندیانو ازادول نیک ګام دی او په وینا ئې چې دا هغه اقدام دی، چې افغان حکومت پرې سولې ته خپل نیت نور هم ثابت کړ.

انیس دغه شان ټینګار کړی، یو ځل بیا د دې زمینه برابره شوې چې ټول افغانان سره یو موټی شي او د سولې خلاف هڅې شنډې کړي.

              د کابل چاپ سرخط ورځپاڼه لیکي،له څه مودې راهيسې تر ډېورنډکرښې  پورې غاړه د ښو طالبانو مشران چې پاکستان يې نامعلوم او ناڅرګند وسله‌وال بولي،د ځينو نورو ناڅرګندو وسله‌والو له خوا په نښه کېږي او له مبنځه وړل کېږي.

وړاندې راغلي، تر ډېورنډ فرضي کرښې دې غاړې ته زيات وخت هدفي وژني چې ناڅرګند وسله‌وال يې کوي چې، ريښې يې په مافيا پورې تړلو ډلو ته رسېږي، خو په وینا ئې تر ډیورنډ کرښه پورې غاړه ناڅرګند وسله‌وال هماغه کسان دي چې پاکستان يې ښه يا بد طالبان بولي.

سرمقاله لیکونکي په باور پاکستان ښه طالبان هغو طالبانو ته وايې چې يوازې په افغانستان کې جګړه کوي او تر ډېورنډ فرضي کرښه پورې غاړه هغه پښتانه مشران وژني چې خلک ورباندې راټولېږي.

خو سرخط ورځپاڼه لیکي،اوس داسې ښکاري چې د لوبې لوری بدل شوی دی او د جنګ د تاوجنو لمبو په مینځ کې،يو نوې شغله سر پورته کوي.

                  ویسا ورځپاڼه لیکي،دا مهال د جنګ او پر هیواد د حاکم فقر تر څنګ، د کرونا پر وړاندې مبارزه هم مونږ ته تر ټولو جدي ننګونه ده او لامل یې دا دی چې یو خوا مونږ له دې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره لکه څنګه چې لازم دي  روزل شوي  طبي کدر نه لرو، دوهم ورته لازم وسایل او امکانات نه لرو او دریم ورته لازم اقتصادي امکانات نه لرو.

د سرمقاله لیکوونکي په باور،کومې پېسې چې له کرونا سره د مبارزې له پاره ځانګړې کړای شوي،هغه ښايي ډېرې لږې وي،البته کومې مرستې چې له بهر شوې معلومه نه ده چې دا به د څومره وخت له پاره کافي وي،خو په وینا یې یو څه چې ترینه انکار نه شي کېدای هغه دا دي چې دا پیسې په سم توګه نه لګول کېږي.

وړاندې راغلي،په خواشینۍسره چې ددې پیسو د لګولو له پاره یو داسې مؤثر میکانېزم نشته،چې شفافیت تضمین کړای شي نو طبیعي ده چې تر ډېره به شخصي جیبونو ته لویږي.