افغانستان کښې د پوځي شتون په دوام د امریکا ټینګار :-
https://parstoday.ir/ps/news/world-i90471-افغانستان_کښې_د_پوځي_شتون_په_دوام_د_امریکا_ټینګار
په ناټو تړون کښې د امریکا دایمي استازي میرمن کي بیل هاچیسون (Ki Billi Hutcheson) په افغانستان کښې د واشنګټن د عسکرو د شتون په دوام ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 01, 2020 10:32 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې د پوځي شتون په دوام د امریکا ټینګار :-

په ناټو تړون کښې د امریکا دایمي استازي میرمن کي بیل هاچیسون (Ki Billi Hutcheson) په افغانستان کښې د واشنګټن د عسکرو د شتون په دوام ټینګار وکړ .

هغې د روان میلادي کال په نوامبر میاشت کښې د امریکا د ولسمشرۍ له انتخاباتو مخکې له افغانستان څخه د واشنګټن د عسکرو د وتلو په هکله د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هڅې په اړه  د رسنیو وروستي راپورونه رد کړل او ویې ویل داسې هیڅ پلان په لومړیتوب  کښې نشته .

په ناټو تړون کښې د امریکا د استازي دغه څرګندونې چې ویلي یې وو هیواد یې له افغانستان څځه د وتلو هیڅ پروګرام نلري په دغه هیواد کښې د جنګ او د تاوتریخوالي د ختمولو په هدف سره له افغانستان څخه د وتلو لپاره خپلو ژمنو ته د سپینې ماڼۍ د نا پاې بندۍ او د خپلو ژمنو تر پښو لاندې کولو ښکاره نښه ده .

د امریکا حکومت د قطر په پلازمینې دوحې کښې د روان میلادي کال د فرورۍ د میاشتې په نهویشتمه (۲۹) نیټه له طالبانو سره د سولې د موافقې په وخت ژمنه وکړه چې له افغانستان څخه په کامل ډول خپل پوځیان وباسي .

د دغه موافقې د لاسلیک کیدا د څو میاشتو له تیریدا سره سره د امریکا حکومت تراوسه له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د ایستلو لپاره هیڅ مهال ویش نه دی خپور کړی .

په ناټو تړون کښې د امریکا استازي میرمن  کي بیلي هاچیسون(Ki Billi Hutcheson) په داسې شرایطو کښې په افغانستان کښې د پوځي شتون په دوام باندې د خپل هیواد په سیاست اعتراف کړی دی چې په دغه هیواد کښې د سولې ټینګیدا له افغانستان څخه په کامل ډول د عسکرو د ایستلو لپاره د سپینې ماڼۍ د ژمنې له اجرا سره غوټه خوړلي ده .

که چیرې امریکا ونه غواړي د قطر د موافقې پراساس په افغانستان کښې خپل پوځي شتون پاې ته ورسوي یوځل بیا  به د طالبانو لخوا په هیواد کښې تاوتریخوالي زیات شي ځکه چې د وسلو د څنګ  ته کولو او د دایمي اوربند د ټینګیدا لپاره د طالبانو اصلي شرط له افغانستان  څخه په بشپړه ډول د امریکا د پوځیانو وتل دي .

دغه راز باید پام وکړو که چیرې له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د ایستلو لپاره امریکا د خپلې ژمنې خلاف ورزۍ وکړي په هیواد کښې د سولې پیل شوی بهیر د دوحې له موافقې مخکې حالت ته ورستنیږي او افغانستان یوځل بیا د زیاتې ناامنۍ او د تاوتریخوالي په ډګر بدلیږي .

په دا ډول شرایطو کښې د بین الافغاني خبرو اترو د ترسره کیدا لپاره په افغانستان کښې هیلې په ناهیلې بدلیږي او د امریکا د یواړخیزه او دوکه ورکونکو سیاستونو د دوام په دلیل د سولې او د ارامښت د ټینګیدا لپاره د دغه هیواد د خلکو د غوښتنې د پوره کیدا بهیر به بند شي .

د بین الافغاني خبرو اترو لپاره د زمینې د برابرولو په چوکاټ کښې د کوچني اختر په مناسبت د درې (۳) ورځني اوربند په شمول په تیرو اونیو کښې د طالبانو په دریځونو کښې د نرمښت په هکله د ځینو نښو نښانو رامینځته کیدا ته په پام سره د جنګ د ختمولو لپاره په افغانستان کښې د هڅو د اوسني بهیر د ماتي مسولیت د امریکا پرغاړه دی چې  له افغانستان څخه د د خپلو عسکرو د ایستلو لپاره د خپلې ژمنې په اپوټه یې نه یوازې په دې هکله کوم مهال ویش وړاندی کړی نه  دی بلکې په ناټو تړون کښې د امریکا استازي کي بیلي هاچیسون په وینا سپینه ماڼۍ له افغانستان څخه د وتلو نیت نلري .

دغه لیدتوګه شته چې امریکا په افغانستان کښې له داعش ترهګرې ډلې سره د مبارزې په پلمه هڅه کوي د قطر د سولې له موافقې وروسته په افغانستان کښې خپل  پوځي شتون توجیه کاندي .

د افغانستان د پوځي چارو کارپیژاند جاوید کوهستاني وايي واشنګټن د داعش په پلمه په افغانستان کښې د خپل شتون د توجیولو هڅه کوي .

امریکا هڅه کوي داسې وښيي داعش له افغانستان څځه د امریکا د ګټو پرخلاف دی دا په داسې حال کښې دي چې تراوسه نه دي لیدل شوي چې داعش له افغانستان څخه د واشنګټن د ګټو پرضد کوم ګواښ وي .

که چیرې امریکا وغواړي په افغانستان کښې د واشنګټن د ګټو له ګواښ سره د مخامخ کیدا په دلیل له داعش ډلې سره د مبارزې په پلمه په دغه هیواد  کښې خپل پوځي شتون ته دوام ورکړي په پریکنده توګه د امریکا او د طالبانو ترمینځ د سولې موافقه له مینځه ځي او د طالبانو لخوا بیرته په افغانستان کښې جنګ او تاوتریخوالی پیلیږي .