شمالي کوریا سرحدي سیمو ته ځواکونه استولي
Jun 18, 2020 14:26 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د جنوبي کوریا پوځ وویل شمالي کوریا له جنوبي کوریا سره خپلو سرحدي سیمو ته عسکر استولي دي .
د جنوبي کوریا د پوځ ویاند کیم جون راک نن وویل شمالي کوریا په سرحدي سیمو کښې د پوځیانو د دیره کولو او د هغوې د شمیر د زیاتولو په هکله په خپلو وروستیو خبرداریو پسې د دواړو کوریاو په غیر پوځي سیمه کښې په سرحدي مرکزونو کښې خپل ځواکونه دیره کړي دي .
د جنوبي کوریا دغه چارواکي وویل مونږ له نږدې څخه د شمالي کوریا خوځښتونه څارو خو تراوسه د پیانګ یانګ لخوا هیڅ ډول لسمونکی اقدام نه دی لیدل شوی .
هغه وویل که چیرې شمالي کوریا د جنوبي کوریا پرضد کوم لمسونکی پوځي اقدام ترسره کړي نو سئول به ورته سخت غبرګون وښيي .
ټیګونه