جو بایډن د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې مخکی شوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i90838-جو_بایډن_د_ولسمشرۍ_په_انتخاباتو_کښې_مخکی_شوی
زمونږ خبریال وايي د رویټرز ایپسوس د نوي نظر پوښتنې د پایلو پراساس د ولسمشرۍ په روانو انتخاباتو کښې د اوسني ولسمشر ټرمپ په مقابل کښې د ولسمشر د پخواني مرستیال جوبایډن دیارلس (۱۳) فیصده مخکی شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 18, 2020 10:03 Asia/Kabul
  • جو بایډن د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې مخکی شوی

زمونږ خبریال وايي د رویټرز ایپسوس د نوي نظر پوښتنې د پایلو پراساس د ولسمشرۍ په روانو انتخاباتو کښې د اوسني ولسمشر ټرمپ په مقابل کښې د ولسمشر د پخواني مرستیال جوبایډن دیارلس (۱۳) فیصده مخکی شوی دی .

په ترسره شویو نظر سنجیو کښې اته څلویښت (۴۰) فیصده ځواب ورکونکو وویل د امریکا د ولسمشرۍ په روانو  انتخاباتو کښې به جو بایډن ته رایې ورکړي دا په داسې حال کښې وو چې یوزاې پینځه دیرش (۳۵) فیصدو خلکو  وویل چې اوسني ولسمشر ټرمپ ته به رایې ورکړي .

دغه نظر سنجې د جون د میاشتې له لسمې (۱۰) تر شپاړسمې (۱۶) نیټې پورې شوي او پکښې څلور زره او څلور سوه شپږویشت (۲۶) کسانو ګډون کړی و .

د تیرو میاشتو په نظرسنجیو کښې له ولسمشر ټرمپ څخه د خلکو ملاتړ کم شوی دی .

له کورونا ویروس سره په مقابلې کښې د امریکا د ولسمشر ټرمپ د حکومت ناکارندوالی او په هیواد کښې د توکمپالنې پرضد اعتراضونو ته د ټرمپ غبرګون د خلکو د ملاتړ د کمیدا علت بیان شوی دی .