د بریتانیا د بې وزله ماشومانو شمیر زیات شوی دی
زمونږ خبریال وايي د بریتانیا د لیبر ګوند مشر کیر سټارمیر (Keir Rodney Starmer) په هیواد کښې د بې وزله ماشومانو د شمیر په زیاتیدا اعتراف وکړ .
هغه د بریتانیا د کنزرویټو ګوند په تیره بیا د کم عایده کورنیو په وړاندې د لندن د حکومت په سیاستونو نیوکې سره وویل که چیرې بې وزله ماشومانو ته بې پامۍ دوام ولري تر راتلونکو دوو (۲) کلونو پورې په هیواد کښې د بې وزله ماشومانو شمیر پینځه (۵) میلیونه او دوه لکه کسانو ته رسیږي .
د بریتانیا د لیبر ګوند مشر کیر سټارمیر په ولسي جرګې هاوس اف کامنز کښې له لومړي وزیر بوریس جانسن څخه د پوښتنو او د ځوابونو په غونډې کښې وویل احتمالا کورونا ویروس به د بې وزله ماشومانو شمیر زیات کړي .
هغه دغه راز د بریتانیا حکومت په فیصلو او د هغوې په پرله پسې بدلولو کښې په عملي ملاتړ نه لرلو تورن کړ .
د انګلستان لومړي وزیر بوریس جانسن د لیبر ګوند دمشر له څرګندونو سره مخالفت وکړ او ویې وویل د لندن حکومت له خطر سره مخ یولس (۱۱) میلیونه کارونه ساتلي دي او د کارونو د بقا لپاره یې یولس (۱۱) میلیونه اسانتیاوې برابرې کړي دي .
د بریتانیا د لومړي وزیر بوریس جانسن دغه ادعا په داسې حال کښې مطرح کیږي چې د حکومتي شمیرنو پراساس په هیواد کښې د کورونا ویروس په زیاتیدا سره اقتصادي مشکلات زیات شوي او د دغه هیواد اقتصاد د تیر میلادي کال په نسبت کمزور شوی دی .