ډونالډ ټرمپ د امریکا د ولسمشرۍ جوګه نه دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i90858-ډونالډ_ټرمپ_د_امریکا_د_ولسمشرۍ_جوګه_نه_دی
تسنیم خبري اژانس وايي د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په کړچار نیوکې سره وویل هغه د هیواد د ولسمشرۍ د څوکۍ جوګه نه دی .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jun 19, 2020 13:23 Asia/Kabul
  • ډونالډ ټرمپ د امریکا د ولسمشرۍ جوګه نه دی

تسنیم خبري اژانس وايي د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په کړچار نیوکې سره وویل هغه د هیواد د ولسمشرۍ د څوکۍ جوګه نه دی .

جان بولټن له ای بي سي نیوز ټیلي ويژن سره په مرکه کښې په دې خبرې ټینګار سره چې ډونالډ ټرمپ د امریکا د ولسمشرۍ د څوکۍ لپاره مناسب انتخاب نه دی وویل ټرمپ یوازې د روان میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د بیا بریالیتوب هڅه کوي .

د امریکا د ملي امنیت د پخواني سلاکار جان بولټن دغه څرګندونې په داسې حال کښې کړي دي چې نوموړی  کوشش کوي د خپل نوي کتاب په خپرولو سره له ولسمشر ټرمپ سره د خپل کار کولو خاطرې بیان کړي خو ولسمشر ټرمپ ډیره هڅه پیل کړي ده چې د دغه کتاب د خپریدا مخه ونیسي .

د امریکا ولسمشر ټرمپ پرون د ملي امنیت د پخواني سلاکار جان بولټن د کتاب  خپریدا ته په غبرګون کښې وویل د جان بولټن ډیر ستړی کونکی کتاب له دروغو او جعلي قیصو ډک دی .

د امریکا د باندنیو چارو وزیر مایک پمپئو هم د ملي امنیت پخوانی سلاکار جان بولټن د هغه څه په دلیل چې په نوي کتاب کښې د دروغو اطلاعاتو خپریدل یې وبلل خائن وباله .

د جان بولټن په نوي کتاب کښې د امریکا  د ولسمشر ټرمپ له خپلو اختیاراتو د ناوړه استفادې او د روان میلادي کال په انتخاباتو کښې له بریالیتوب سره د مرستې لپاره له چین څخه د غوښتنې په شان ډیر موردونه شته .

د جان بولټن د کتاب خپرونکي سایمون اینډ شوسټر وویل دا داسې کتاب دی چې د امریکا ولسمشر ټرمپ یې نه غواړي خلک هغه ولولي .