د ټرمپ سپیر او دوه مخي سیاستونه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i90920-د_ټرمپ_سپیر_او_دوه_مخي_سیاستونه
د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې د ټرمپ د دوه مخي سیاستونو نومې لړۍ له ننني شپږم دیرشم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،په دغه مطلب کې د ډونالډټرمپ په ضد د دغه هیواد د ملی امنیت د پخواني سلاکارجان بولټن ایشواکونو او همداراز د خپل آکا (ترۀ) په ضد د ټرمپ د ورارې د ایشواکونو په اړه درسره غږیږو، نو هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 21, 2020 10:40 Asia/Kabul
  • د ټرمپ  سپیر او دوه مخي سیاستونه

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې د ټرمپ د دوه مخي سیاستونو نومې لړۍ له ننني شپږم دیرشم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،په دغه مطلب کې د ډونالډټرمپ په ضد د دغه هیواد د ملی امنیت د پخواني سلاکارجان بولټن ایشواکونو او همداراز د خپل آکا (ترۀ) په ضد د ټرمپ د ورارې د ایشواکونو په اړه درسره غږیږو، نو هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .

خوږو دوستانو د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ سپینې مانۍته د رسیدا له وخت راهسې تردې دمه داسې کومه اونۍ نه ده پریښي،چې پخپلو څرګندونو،فیصلو او ټویټونو سره ئې کوم جنجال رامنیځة کړی نه وي.د ټرمپ  له اخلاقي او سیاسی عُرفه بهر  او نه اټکل کیدونکی شخصیّت،چلند او ګفتار  لامل شوی چې هغه  د امریکا د ولسمشر په مقام،تل د رسندویو د خبرونو په سر کې شي.د امریکا د ولسمشر ډونالډترمپ په ضد د دۀ د ملی امنیت پخواني سلاکار جان بولټن تورونه،حاشیې  رامینځةکونکي ترټولو نوي خبرونه دي . د ډونالډټرمپ د ملی امنیت پخوانی سلاکار  له ډونالډټرمپ سره د چین د ولسمشر شي جین پينګ د ۲۰۱۹کال په جون کې  د لیدو کاتو په باب پخپل کتاب کې  لیکلي دي،ټرمپ په حیرانونکي ډول خبرې د امریکا د ولسمشرۍ دانتخاباتو په لور کاږلي دي او پر مبارزو ئې د اغیز شیندنې لپاره د چین  اقتصادی توانمنیو ته  اشاره کړې او  له شي جین پینګ څخه ئې غوښتي څو ډاډمن شي، چې هغه  ئې ګټي .جان بولټن  په دغه کتاب کې لیکلی دي، ډونالډټرمپ  د چین له ولسمشر شی جین پينګ څخه  غوښتي وو،چې له امریکا د کرهڼيزو محصولاتو په اخستوسره دې،د ۲۰۲۰کال په انتخاباتو کې د هغه له بریالیتوب سره مرسته وکړي .

            جان بولټن پخپل : د سپينې ماڼۍ یوه خاطره،په هغه کوټه کې  پيښه وشوه : نومې کتاب کې،د ټرمپ  د شخصیّت په ځان میّن او ځان منامه انځور وړاندې کوي . هغه ټرمپ یو داسې کس بللی دی،چې د امریکا له بهرني سیاست څخه  تل د خپلو شخصی ګټو  په تیره بیا د ولسمشرۍ د څوکۍ د بیرته ترلاسه کولو لپاره د یوه آوزار په توګه استفاده کړې ده.بولټن دې موضوع  ته اشاره کړې چې د  ډونالډټرمپ په مواخذه کولو کې د ډيموکراټانو  د ناکامۍ دلیل  دا ؤ چې د  اوکراین په موضوع کې له حده زیات ډوب شوي وو .په داسې حال کې چې  که ددې په ځاي  ئې  د ټرمپ په بهرنی سیاست لازیات فکر کړی وائ،نو د مواخذه کیدا نتیجه  به له دې  بل شان  وه . جان بولټن د ډونالډټرمپ  د مواخذه کیدا په دوسیې د غور  په پړاؤ کې په کانګرس کې  د ګواهۍ له ورکولو ډډه کړې وه . دهغه دمخالفانو  په ونیا، ددغه کار دلیل داؤ،  د هغه څو ممیلیون ډالري تړون  چې  ددغه کتاب لپاره ئې کړی ؤ،ساتنه کړائ شي،د سپينې ماڼۍ په باب د جان بولټن  د  خاطرو کتاب،کله کله  لوستونکی  د   مشهور  امریکائي لیکوال  مایکل  ولف  لیکل شوي  :اور  او د سپيڼې  مانۍ  داخلي کرکه او غوسه : نومې د کتاب  په فکر  کې کوي  .  بولټن هم پخپل کتاب کې د ډونالډټرمپ  د عجیبه چلند او  څرګندونو  زیاتو کیسو او داستانونو ته اشاره کړې ده .مثلا دا چې  ټرمپ  د وخت له انګریز لومړۍ وزیرې ترزامي څخه  پوښتنه کړې،آیا بریتانیا یو ایټمي قدرت دی  او که نه ؟، یا  د سپينې ماڼۍ د کارکونکو د کمیشن  له مشر جان کلې ئې پوښتنه کړې،چې آیا فنلانډ  د  روسیې برخه  ده او که نه ؟ او داسې ځيني نوره عجیبه او حیرانونکي پوښتنې  هم پکې  انځور شوي دي .

Image Caption

 

                  د جان بولټن د لیکنو په اساس،په جیو پولیټیک  موضوعګانو کې  د امریکا د اوسني ولسمشر  اطلاعات  تقریبا صفر  دي . ا و دا چې  ډونالډټرمپ  خپل وخت ددې په ځاي  چې غوږ  اچولو  ته ورکړي ، خبرو کولو باندې  تیر وي،چې د ټرمپ  دحکومت چارواکو د هغه د چلندونو په وړاندې دوه ځله غبرګون ښئ،یا ډير اندیښمن دي  او یا  په هغه ملنډې وهي . هغه په ۲۰۱۸کال کې  د شمالی کوریا  له مشر کیم جونګ اون سره د ټرمپ  د تاریخي لیدنې  سره اړونده خاطرې ته اشاره کوي،یعني کله چې د امریکا خارجه وزیر مایک پمپئو   د ټرمپ څرګندونو ته په اشارې سره  بولټن ته په خطاب کې وئيلی  وو ، یوازې  چټيات وائي ،د هغه  په وینا،مایک پمپئو  دغه ډول دوام ورکوي ، چې  له کیم جونګ اون سره د ټرمپ  خبرې اترې  د بریالیتوب لپاره هیڅ چانش نه لري :::  ډونالډټرمپ   وروسته له مایک پمپئو غواړي څو شمالی کوریا ته د هغه په سفر کې د ټرمپ په لاسلیک سره ،؛ راکټ مَین ؛ نومې یوه سي ډي  کیم جونګ اون ته  ډالۍ کړي.

Image Caption

 

              ډونالډټرمپ له دې مخکې په ځلونوپخپلو خبرو کې کیم جونګ اون، راکټ میَن (یعني توغندوي شخصیّت)یاد کړی ؤ او حتی پخپلو تاریخي لیدوکاتو کې ئې هم دغې موسیقۍ ته اشاره کړې وه .جان بولټن د مایک پمپئو له قوله لیکي ،کیم جونګ اون ته ددغې سي ډي  ورکول ، تر میاشتو میاشتو پورې  د ډونالډټرمپ  دکار په لومړیتوب  بدل شوي وو . د  جان بولټن  په لیکنو  د ټرمپ غبرګون دروغ ؤ .د امریکا ولسمشر پخپل یوه ټویټ کې لیکلي دي،د لیواني جان بولټڼ :ډير ستړی کونکی کتاب له دروغو او دروغجنو کیسو جوړ شوی دی .زما په باب ئې  ټوله خبرې ښې کړې وې ،تردې چې،هغه ورځ چې مې وویستۀ . یو  احمق ، خپه کونکی او بد اخلاق، چې یوازې جنګ غواړی ؤ .هغه هیڅکله هم د پښو پل نه دی پيدا کړی،ټرمپ  همداراز په یوه بل ټویټ کې لیکلی دي،ولسمشر جارج بش هم هغه ویستلی ؤ . بولټن یو نالایق کس دی ! دا یوازې ټرمپ نه ؤ چې د بولټن په ایشواکونو ئې غبرګون وښود، د مایک پمپئو ریا کار او دوه مخي  او منافق شخصیّت ته هم د جان پولټن په کتاب کې اشاره شوې ده .د امریکا خارجه وزیر مایک پمپئود جان بولټن دکتاب په غبرګون کې،هغه،خاین او د هغه څرګندونې دروغ بللي دي .د ټرمپ د حکومت خارجه وزیر مایک پمپئو  وئیلي دي ،  جان بولټن  پر نورو دروغ تپي.هغه زیاته کړې ،غم انګیز او هم خطرناکه ده چې دجان بولټن  تر ټولو وروستۍ څرګند کار د هغه خاین رول لوبول دي ،چې د امریکا د  ولس مقدس اعتماد ئې تر پښو لاندې کړی او هیواد ته ئې دغه شان سخت تاوان رسولی دی .

Image Caption

 

                   د ټرمپ د حکومت د ویستل شؤو، یا مستعفي شوو چارواکو اوسلاکارانو له خوا د ټرمپ په ضد ایشواکونې له حده زیاتې شوي دي او د ټرمب ترخپلو خپلوانو ته هم غزیدلي دي .د ا مریکا د ولسمشر  د مشر ورور لور مِري ټرمپ  په نزدې راتلونکي کې  بازار ته یو کتاب  وړاندې کوي،چې  په هغه کې د ډونالډټرمپ د مالی فساد  او دخپل مشر ورور په مرموزي مرګ کې ئې د هغه د رول په باب  واقعیّتونه ایشوا کړي دي .له ډونالډټرمپ څخه  مشر ورور په ۱۹۸۱کال کې  په ۴۲کلنۍ کې په شرابو د روږدیدا له کلونو کلونو وروسته  د زړه د ناروغۍ له امله مړ شو .د امریکا د ولسمشر وریره(برادرزاده) مِري ټرمپ  نیّت لري ،د شیمون او شوستر نومې پرنټینګ پریس یا خپروندوئ  په ملګرتیا سره د : ډير زیات او هیڅکله کافی نه ده : نومې کتاب  خپور  کړي  او هماغه شان چې  رسندوئې هم و ائي،ټاکل شوې ده،د ټرمپ په  ژوند او  تورتمې کارنامې باندې یو پَړکیدونکی  نور شي .یو داسې کتاب چې  ټاکل شوې ده ، د اګست په یولسمه نیټه او د ۲۰۲۰ کال  د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې  د جمهوری غواړي ګوند   د رسمي  کاندید  د معرفۍ اوټاکنې لپاره د دوي له عمومي ناستې یوازې څو اونۍ مخکې خپور شي .۵۵کلنه مِري ټرمپ چې یوه کلینیکي ارواپيژانده یا سائيکاتریسټ (سائيکالوجیسټ)هم ده ،وائي،دغه کتاب دې پوښتنې ته ځواب ورکوي،چې د ټرمپ کورنۍ څرنګه ، د نړۍ تر ټولو خطرناک کس  پنځولی دی ::: د هغې معرفۍ په اساس،چې  ددغه کتاب لپاره آمازون انټرنیټي سایټ  خپره کړې،مخاطب ددغه اثر لوستلو ته  متوجه کوي ، چې د  مِري ټرمپ ترۀ  یا آکاپه یوه داسې کس بدل شوی،چې د نړۍسلامتیا،اقتصادي امنیت او ټولنیز جوړښتګواښي .ددغې معرفۍ په دوام کېهمداراز راغلي دي،دغه کتاب یو ژوند لیک نه دی،بلکې دیوې خپسکې،یوې ټروما او همداراز د ورانکارو اړیکو نندارې ته وړاندې کول دي چې ښئ ،له غفلت،ناوړې استفادې اوغمجنونکي ترکیب څخه  جوړ یو خطرناک کس ئې خلق کړی .د مِري ټرمپ د پلار مړینې د ټرمپ په کورنۍ کې  ډير زیات تاؤتریخوالي او خپګانونه  رامینځةکړي دي .

Image Caption

 

Image Caption

 

              دوستانو د مشر ټرمپ بچیان باؤري دي،چې  ډونالډټرمپ،د دوي پلار ته دوکه ورکړې او هغه خپل وصیّت داسې برابرکړی،چې ډونالډټرمپ ورځیني ناوړه استفاده وکړي .دغه ایشواکونې،د امریکا  د ولسمشر څيره،د امریکا د عمومي افکارو په وړاندې  لازیاته رابرسیره کوي .

د امریکا یو نامتو شناندی او د نړیوالو اړیکو تکړه استاد سټیفن والټ،د امریکا ولس د ډونالډترمپ د  ولسمشرۍ د نه ختمولو په بڼه کې په وړاندېد برخلیک مستحق  ګڼي .د هارورډ پوهنتوندغه تکړه استاد پخپل شخصي ټولنیزچینل کې لیکلی دي،که امریکا په یوه خوله او متحده یو داسې ولسمشر،چې په په کرتو او بوږنونکي ډول دروغ وائي،رد نه کړي،نوهاله مونږ دهغه څه حق لرو،چې نن سبا د مونږ په وړاندې راپیښيږي

=   د امریکا د ولسمشرۍ  انتخاباتو ته چې په نومبر کې ترسره  کیدونکي دي، هرڅومره نزدې کیږو،د ډونالډټرمپ موقعیّت او پوزیشنهم لاپسې لړزانه کیږي .د روئيټرز او ایپسوس  نوي نظر سنجي ښئ، د ټرمپ په نسبت د ډیموکراټانو د کاندید او د پخواني ولسمشر د مرستیال جوزف بایډن  مخکښ کیدا څه دپاسه دیارس فی صدو ته رسیدلې ده. د ۲۰۲۰ کال په نظر غوښتنو کې د ټرمپ او بایډن ترمینځ دغه تر ټولولوړ اختلاف  شمیرل کیږي.

د کرونا ویروسله خپریداسره په مقابلې کېد ټرمپ په کړچار او همداراز د امریکا د پولیسو په وحشي ډوله او توکمپالو چلندونو دامریکایانو د نیوکو او اعتراضونو زیاتیدا،د ټرمپ دمحبوبیّت پرډيرې کمیدا،یولړمهمې اغیزې شیندلي دي .داسې چې  دهغه محبوبیّت  په وروستیو اوو میاشتو کې  تر ټولو ټيټې سوئې ته رسیدلی دی .هغه ایشواکونې هم چې د ټرمپ د خپلوانو او پخوانیو سلاکارانو په وسیله  ترسره کیږي ،د ډونالډټرمپ موقعیّت ئې لالړزانه او  ما تیدونکی کړی دی .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************