زلمی خلیل زاد د افغانستان په هکله دروغ وايي
تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان په چارو کښې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد د قطر د تش په نامه د سولې موافقې ماتي او عمومي افکارو ته دوکې ورکولو ته له اشارې پرته وویل دښمانان د هیواد د سولې د بهیر د ګډوډولو او ځنډولو هڅه کوي .
زلمي خلیل زاد نن د افغانستان په پروان ولایت کښې د بګرام زندان د کارکونکو په ګاډي برید ته په غبرګون کښې وویل دا ډول حملې د کابل د حکومت او د طالب بندیانو د ازادیدا او د سولې بهیر ته ګوزار ورکوي .
د طالبانو یاند ذبیح الله مجاهد وویل د کابل ننی برید دوی نه دی کړی .
د افغانستان په چارو کښې د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد دغه څرګندونې په داسې حال کښې مطرح کیږي چې واشنګټن په افغانستان کښې د سولې او د امنیت د ټینګیدا غوښتونکی نه دی .
د جنګ د ختمیدا په بڼه کښې امریکا په افغانستان کښې د پوځي شتون د دوام لپاره هیڅ توجیه نلري .
د سیمې د سیاسي مسائیلو کارپیژاندو په ځلونو ټینګار کړی دی په افغانستان کښې سوله یوازې د امریکا د عسکرو په وتلو سره امکان لري .
د افغانستان د سلګونو زرو خلکو وژله ، د بیخ بنایانو تباه کیدل او د خلکو سپیڅلتیاو ته سپکاوی په دغه هیواد کښې د امریکا د پوځي شتون بریاوې دي .