ورځپاڼو ته کتنه 3-4-99
ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو:
په سر کښې هم جمهوري اسلامي ورځپاڼه چې ليکي د ايران او افغانستان چارواکو په تهران کښې صلاح مشورې وکړې. د افغانستان د خارجه وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر پرون د ایران د کورنیو چارو له وزیر عبدالرضا رحماني فضلي سره په کتنې کښې له افغانستان څخه د ایران د ورورولۍ او همیشنیو ملاتړونو په قدرونې سره وویل د دواړو هیوادونو ترمینځ مسائل او مشکلات باید په جرړه ایزه توګه حل شي چې د جامع ملګرتیا د سند د موافقو په هکله د تهران او د کابل تعلقات ښې نتیجې ته ورسیږي .
حنیف اتمر په دې خبرې په تاکيد سره چې د ایران او افغانستان د جامعو ملګرتیاو سند په راتلونکو دریو میاشتو کښې حتمي کیږي وویل په ایران کښې د افغانستان د ښاریزو موجودګي او د دواړو هیوادونو د ښاریزو تګ راتګ باید قانوني وي .
---------
د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې د ايران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ډاکټر حسن روحاني وويل، د دوو اړخيزو ګټو حاصلول د ايران او چين د ملګرتياو د اوږد مهاله پروګرام بنيادي هدف دے.
ولسمشر حسن روحاني د کابينې په غونډه کښې د ايران او چين د بشپړه ملګرتياو د پينځويشت کلن پروګرام وروستۍ مسوده وڅېړله او تائيد يې کړه.
ولسمشر روحاني په دغه غونډه کښې د دواړو هېوادونو تاريخي تعلقاتو ته په اشارې سره چې په مختلفوکلتوري، اقتصادي او سياسي ډګرونو کښې يې تجلي موندلې ده، د دواړو هېوادونو په تعلقاتو کښې نوي حالات سټراټيجک اهميت لرونکي وبلل او په په دوو اړخيزو سيمه ايزو او نړيوالو تعلقاتو کښې د دواړو هېوادونو د سټراټيجک مشارکت وده د دغه لوړ مهاله پروګرام په بنياد د دواړو خواو ګټې وبللې.
--------------
همدارنګ د تهران کېهان ورځپاڼې د ایران د خارجه وزرات په حوالې سره وليکل: د ایران خارجه وزارت په دې خبرې سره چې خارجي لمسونې هیڅکله د افغانستان او ایران نزدې تعلقات نه شي کمزوري کولې تاکيد وکړ ایران به د افغانستان د ملت ملاتړ ته دوام ورکړي .
د ایران خارجه وزارت نن د امریکې د خارجه وزیر د مرستیال رابرټ دسټرو ادعاګانو ته په ځواب کښې وویل د امریکې حکومت چې د انتخاباتو شعار یې دیوال جوړو او په ځلونو د خپلو بې رحمانه سرحدي سیاستونو په دلیل د خلقو له غندنې سره مخ شوے دے د پناه غوښتونکو د حقوقو په هکله څه نشي ویلی .
د ایران خارجه وزارت وویل د افغانستان او ایران تعلقاتو د دوو وروڼو ملتونو په توګه د کلتوري او تاریخي رشتو په بنياد رامنځته شوي دي او خارجي تحریکات په سپیرو هدفونو سره هیڅکله دغه نزدې تعلقاتو نشې کمزوري کولې.
---------
اوس به د پاکستان ورځپاڼو يوه کتنه وکړوو چې په سر کښې جنګ ورځپاڼې د سعودي د سرکاري رسنيو له قوله ولیکل:
روان کال به صرف سعودي عرب کښې ميشته وګړي په محدوده پيمانه حج ادائيګي کولې شي.
دسعودي حکومت حج بيت الله شريف متعلق په اهم اعلان کښې وويل چي،سږ کال به صرف سعودي عرب کښې ميشته مسلمانان په محدود پيمانه د حج ادائيګي کولې شي، البته، د نورو ملکونو مسلمانان روان کال د حج بيت الله شريف سعادت نشي حاصلولې،
دکورونا وائرسو لکبله په موجوده تاريخ کي دا وړومبنې ځل دے چي حج محدود کړے شو،
حج وزارت بيان کښې وئيلي دي چې سعودي عرب کښې قيام پذير د مختلفو ملکونو وګړي به هم د حج سعادت ترلاسه کولې شي البته بهر ملکونو نه به څوک حج لپاره سعودي ته نشي تلې.
د ورځپاڼې د يو بل خبر له مخې د پاکستان سېنټ د دغه هېواد حکومت ته سپارښتنه وکړه چې د سرکاري ملازمينو تنخواګانې دې زیاتې کړي او روغتيا او زدکړو لپاره دې بجټ دوه برابره کړي. دغې ادارې همدارنګ په سګرېټو د ټېکس د زیاتولو او د تر اوه سوه سي سي موټرونو باندې د ايډوانس ټېکس ختمولو غوښتنه وکړه.
-----------
د پاکستان د پېښور چاپ مشرق ورځپاڼې په يو خبر کښې وليکل، د پېښور امنيتي ځواکونو په متني سيمه کښې له ترهه ګرو سره په نښته کښې څلور ترهه ګرو ووژل او د هغوي يو شمېر وسلې او ترهه ګريز سازوسامانونه يې په خپلې قبضه کښې واخېستل، په دغه رپوټ کښې د ترهه ګرې ډلې نوم ته څه اشاره نه ده شوې.
د پاکستان د نورو ورځپاڼو په شان دغې ورځپاڼې هم د دې خبر په ورکولو سره چې د پاکستان د ستر ديني سکالر، دانشور، ذاکر او د قرآن مفسر او د څو کتابونو ليکوال علامه طالب جوهري د وفات د خبر ورکولو سره د دغه هېواد د وزيراعظم، ولسمشر ، مختلفو چارواکو او د مختلفو سياسي او مذهبي ګوندونو او ډلو د مشرانو لخوا د تسليت پېغامونه خپارۀ کړي دي.
ورځپاڼې همدارنګ د پاکستان د چارواکو له قوله وليکل، له افغانستان سره د غلام خان پوله ايزه لار په هفته کښې د شپږو ورځو لپاره د تجارتي ګاډو لپاره او يوه ورځ د پیاده تګ راتګ کسانو لپاره پرانېسته.
--------
او دا هم د کابل چاپ ورځپاڼې چې پکښې مسیر ورځپاڼې د افغانستان د ملي امنیت شورا له قوله لیکلي، تېره اوونۍ له تاوتریخوالي ډکه وه چې طالبانو پهکې ۴۲۲ بریدونه کړي دي.
ورځپاڼه ليکي چې دلته څو ټکي د یادونې وړ دي.
لومړی دا چې تاوتریخوالی او د جګړې دوام د جدي اندېښنې وړ دی او دوهمه خبره دا ده چې د حکومت لهخوا خپرېدونکې شمېرې هم ستونزې لري.
د سرمقاله لیکونکي په باور دا سمه ده چې طالبانو اوږده جګړه کړې ده، خو اوسیې سولې ته له تمایل هم سترګې نهشي پټېدلی.
د سرمقالې په وروستۍ برخه کې راغلي، طالبان باید په شدت سره تاوتریخوالی راکم کړي، جګړه ودروي او پرېږدي چې د سولې په برخه کې شوي پرمختګونه لا زیات شي او حکومت هم باید عملي او لفظي دواړه تاوتریخوالي راکم کړي.
-----
هېواد ورځپاڼه لیکي، افغانستان اوسمهال د ځانګړو ځواکونو لهمنځه د چاڼ شویو او انتخاب شویو ځواکونو د 'مرګ' په نوم قطعه لري.
سرمقاله لیکونکي لیکلي، دا قطعه داسې مهال جوړېږي چې طالبانو او ترهګریزو ډلو خپلو بریدونو او حملو کې تر ډېره ولسي وګړي په نښه کړي.
د سرمقاله لیکونکي په باور، د 'مرګ قطعه' په افغانستان کې په خپله ځانګړنه کې تر اوسه بېجوړې او نوې ده او د سرمقاله لیکونکي په وینا، دا قعطه په داسې حال کې د ترهګرۍ او اورپکۍ پر ضد او دغهراز د یرغلګرو او ترهګرو د ځپلو لپاره روزل کېږی چې د سولې د خبرو له ګرمېدو سره په هېواد کې د طالب ډلې بریدونو هم زور اخیستی چې د افغان ځواکونو په دفاعي او ځوابي بریدونو کې له سختو ځاني زیانونو سره مخ شوي دي.
سرخط ورځپاڼه لیکي، سره له دې چې د عامې روغتيا وزارت وايي، په هېواد کې کرونا مخ په کمزورې کېدو او کمېدو ده، خو د افغانستان ۷۰ سلنه ولس کرونا نيولی دی.
وړاندې په ارګ کې د ځنیو سرچينو له قوله لیکل شوي چې له بېلابېلو ولايتونو ورته رسېدلي معلومات ښيي چې ۷۰ فيصده افغانان په کرونا اخته دي، خو د عامې روغتيا وزارت کمې شمېرې اعلانوي.
ورځپاڼې د ولسمشر د لومړي مرستيال امرالله صالح له قوله لیکلي چې د کرونا له امله د مړو شمېر هم د هغو شمېرو ۱۰ چنده زيات دی چې د عامې روغتيا وزارت يې هره ورځ خپروي.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي که څه هم دغه شمېرې د عامې روغتیا وزارت منلي، خو ویلي يې دي ښايي دا وبا په دوو مياشتو کې ختمه شي.
---