هندي پوځیانو یو کشمیري ځلمی ووژه
Jun 28, 2020 01:05 Asia/Kabul
بیاهم د هندوستان پوځیان په کشمیر کښې یو ځلمی وژلی دی.
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې یو هندي پوځي پرون د هندوستان ترکنټرول لاندې کشمیر کښې د فرحان احمد په نامه یو کشمیري ځلمی په ټرک ووهه او ویې وژه.
د دغه مسلمان کشمیري ځلمي له وژل کیدو وروسته د کشمیر په ډیرو ښارونو کښې خلکو د مظاهرو په کولو سره له خپل وطنه د هندي پوځیانو د سمدستي وتلو غوښتنه وکړه.
له دغو مظاهرو وروسته د هندوستان حکومت په کشمیر کښې د موبائل او انټرنیټ سروس بند کړ.
کلونه وشول چې هندوستان د لکونو پوځیانو په دیره کولو سره د کشمیر ځینې سیمې ترخپل کنټرول لاندې راوستې دي او په تیرو دریو لسیزو کښې یې د دغې سیمې لسګونه زره کسان وژلي دي.
ټیګونه